BBC
 شاته

'ګاونډیان دې د بندونو له جوړېدو نه اندېښمنېږي'

د انځور حقوق Arg
Image caption محمد اشرف غني په تیر وخت کې د کاریزونو ګټه اخیستنه د اوبو د لګښت مناسبه لاره یاده کړه او زیاته یې کړه، د افغانستان د اوبو ټولې سرچینې باید مطالعه او مدیریت شي چې افغانستان له کرنیز پلوه په صادارتي هیواد بدل کړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، ګاونډي هېوادونه باید په افغانستان کې د بندونو او د اوبو رسولو د شبکو له جوړېدو اندېښنه ونه لري.

ښاغلي غني، چې د اوبو د مدیریت په څلورم کانفرانس کې خبرې کولې وویل، د سږکال په بودجه کې د اوبو د حوزو مدیریت ته پام شوی او ټینګار یې وکړ چې ټول سیندونه د مدیریت سیستم ته اړتیا لري.

''اوبه او تل پاتې پراختیا''، د هغه درې ورځني کانفرانس نوم دی چې نن په کابل کې پيل شو.

په دغه کانفرانس کې د ولسمشر محمد اشرف غني خبرې تر ډیره د اوبو د سرچینو په مهم مدیریت او د ځمکې لاندې اوبو د کموالي پر ګواښونو راڅرخیدې.

ښاغلي غني د خپلو خبرو په ترڅ کې ګاونډیو هیوادونو ته هم ښکاره پیغام درلود او هغوی ته یې وویل چې په افغانستان کې د بندونو له جوړولو او د اوبو له مدیریته باید اندېښنه ونه لري ځکه: "هغه اوبه چې سمبال شوې نه وي، نه وېشل کېږي... هغه اوبه چې بندونو کې نه وي، څرنګه ووېشل شي؟".

"دوو کلونو کې به د بدخشان دشت فرخ کانال ورغوول شي"

''افغانستان یوازې خپلې ۳۰ سلنه اوبه کاروي''

نوموړي سپارښتنه وکړه چې اوس وخت باید د ځمکې لاندې اوبو ته د پانګې په سترګه وکتل شي او ډیره ګټه د کاریزونو او روانو اوبو څخه واخیستل شي.

محمد اشرف غني په تیر وخت کې د کاریزونو ګټه اخیستنه د اوبو د لګښت مناسبه لاره یاده کړه او زیاته یې کړه، د افغانستان د اوبو ټولې سرچینې باید مطالعه او مدیریت شي چې افغانستان له کرنیز پلوه په صادارتي هیواد بدل کړي.

له دې وړاندې افغان چارواکو ویلي چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه پاکستان او ایران په افغانستان کې د اوبو د بندونو له جوړولو اندیښنه لري او د بندونو د جوړولو چارو ته امنیتي خنډونه پیدا کوي.

د اوبو او انرژۍ پخواني وزیر محمد اسماعیل ویلي و، د طالبانو په نوم یوشمېر خلک د ګاونډیو هیوادونو په لمسون هڅه کوي چې د بندونو د جوړولو مخه ونیسي.

د اوبو د مدیریت په اړه جوړ شوي کانفرانس کې د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني وویل، د اوبو مدیریت ته یې هر اړخیزه طرحه جوړه کړې ده.

د انځور حقوق EARTH SATELLITE CORPORATION/SCIENCE PHOTO LIBRAR
Image caption وروستیو کې د افغانستان اوبو ته ډېر پام اوښتی دی

د افغانستان د اوبو په اړه یوه څېړنیز بنسټ درې میاشتې وړاندې ویلي و، افغانستان یوازې له خپلو دیرش فیصده اوبو څخه ګټه اخلي او اویا فیصده نورې یې ګاونډیو هیوادونو ته ځي.

دغه بنسټ ویلي و چې ګاونډي هېوادونه د افغانستان په ناارامۍ کې خپل خیر ګوري او نه غواړي چې افغانان خپلې اوبه مهارې کړې.

د اوبو د برخې څېړونکي وایي، که افغانستان خپلې اوبه ایسارې او ګټه ترې واخلي، ډېرې شاړې ځمکې به یې خړوبې او اقتصاد به یې وده وکړي.

د ځينو کارپوهانو له نظره په نړۍ کې د اوبو کمى ښايي په راتلونکو کلونو کې د ډېرو هېوادونو ترمنځ اختلافات رادبره کړي چې په دې توګه نورو زياتو لانجو گونجو ته لاره هواره کړي.

د افغانستان ٪۷۰ اوبه بهر ته بهېږي