BBC
 شاته

ښځینه ټوکر د افغانستان د نارینه سیاستوالو په نوم

Image caption ډېری پلورونکي پخپله دغه نومونه پر ټوکرانو ږدي.

اشرف غني، عبدالله، کرزی، برج خلیفه، ایفون، ګلکسي او داسې نور د افغانستان په بازاراونو کې اوس پر ښځینه ټوکرانو اېښودل شوي نومونه دي چې په پلازمېنه کابل کې خرڅېږي. رنګارنګ او ځلېدونکي ټوکر چې د سیاستوالو، هنرمندانو له نومونو سره غوټه شوي.

دا اشنا نومونه، د تولیدي شرکتونو لخوا پر دغو توکو نه دي اېښودل شوي؛ بلکې د پلورونکو لخوا دغو ښځینه ټوکرو ته غوره شوي دي. دې نومونو د اخستونکو پاملرنه جلب کړې او د ټوکرانو بازار یې ګرم کړی دی.

Image caption دا ټوکر د عبدالله او اشرف غني په نوم نومول شوي.

ښاغلی مجاهد چې ۷ کاله کېږي کې پلازمېنې کابل د ټوکرانو په بازار (هزار ګل) کې دوکان لري وایي، دا نومونه د ټوکرانو واردوونکي ټاکي.

دی وایي، "دا نومونه اشنا دي او په همدې دلیل موږ هغه نومونه چې د خلکو پام اړوي، پر ټوکر ږدو؛ اوس د اشرف غني، عبدالله، ګلکسي او آیفون په نوم ټوکرانو بازار ډېر ښه دی."

افغانستان د ټوکرانو د تولید فابریکه نه لري او دا هېواد هرکال د ۲۳۹ میلیون ډالرو په ارزښت له بهره ټوکر واردوي؛ له ګران بیه او د مشهورو مارکونو له ټوکرانو نیولې د ټیټ کیفیت تر ټوکرانو پورې.

خو کوم نومونه چې د کابل بازار کې پرې اېښودل کېږي، ددغو کالیو د بیې په ټاکلو کې هم رول لري.

Image caption کابل کې د "هزارګل" د ټوکرانو بازار

پر ټوکرانو د نوم اېښودل د خرڅوونکو او اخستونکو لپاره نوې خبره نه ده، پخوا هم پر ټوکرو نومونه اېښودل کېدل.

خو ۴۸ کلنه نفیسه وایي چې اوس هغه پخواني نومونه هېر شوي دي او یوازځنی نوم چې پاتې شوی، "بخمل" دی چې لا هم په همغه نوم یادېږی.

نوموړې چې د افغانستان پخواني ولسمشر نجیب الله دوره ورپه زړه ده وایي، هغه مهال د "شام لندن" او "شام پاریس ... په نوم ټوکران مشهور و"؛ خو د مجاهدینو په وخت کې یې نومونه بدل شول، هغه مهال په "لوټ باران، دو دامنه، پجرو او د طالبانو وخت کې اسامه، جنګ بوسنیا" په نوم بازار ته راغلل.

د افغانستان په ډېرو بازارونو کې دا نومونه تقریبا یو شان دي، پوښتنه چې راولاړېږي دا ده چې دا نومونه چېرته او څنګه ټاکل کېږي چې آن په لرې پرتو سیمو کې خلکو ته اشنا دي؟

Image caption دا ټوکر تر ډېره د ښځینه پېرودونکو لخوا مشهورېږي.

د هزارګل مارکیټ کې د کالیو ټوکر د وېش اصلي مرکز کې دا سوداګر دي چې هر یو په خپلو واردو شویو توکو نومونه ټاکي او دا نومونه ظاهرا تر ډېره د ښځینه پېرودونکو لخوا مشهورېږي.

د کونړ اوسېدونکې رحیمه چې د کالیو اخستلو لپاره کابل ته راغلې وایي، د مشهورو نومونو له ټوکرانو کالي اغوستل اوس د ښځو ترمنځ په یوه ډول سیالۍ اوښتی.

هغه وایي: "اوسمهال د ښځو ترمنځ د جامو اغوستل په یو ډول سیالۍ بدل شوی؛ هرڅوک چې په یوه جالب نوم کالي واخلي، نو وروسته د ښځو ترمنځ مشهورېږي او هغوی هم په همدې نوم ټوکر اخلي."

افغانستان ته تر ډېره له چین، هند، جنوبي کوریا، جاپان، ترکیې او پاکستان ټوکر واردېږی.

Image caption د ټوکرو دا سوداګر وایي، لا یې ددې ټوکرانو لپاره نوم نه دی ټاکلی.