د پاچا سلمان کاروان ساتلو ته ۲۵۰۰ پولیس او پوځیان
گارډين
گارډين ورځپاڼې د اندونېزيا بالي ټاپو ته د سعودي عربستان د پاچا تفريحي سفر ته کتنه کړې.
ورځپاڼه وايي د بالي تفريحي ټاپو وار له مخه د پوځي تمرينو يوۀ ډگر ته ورته شوى.
د پاچا سلمان او له هغه سره د ملې ١٥٠٠ کسيزې ډلې ساتنې لپاره ٢٥٠٠ پوليس او پوځيان په ټاپو کې ځاى پر ځاى شوي او په سمندر کې د سمندري ځواکونو بېړۍ گزمې کوي.
پاچا سلمان جکارتا ته خپل رسمي سفر پاى ته ورساوۀ او نن بالي ټاپو ته د سيل لپاره ورځي.
نوموړي له غاليو او بشقابونو نيولې تر دوه زغروال مرسېدس گاډو پورې د خپل اړتيا وړ ټول شيان له ځانه سره په الوتکې کې وړي.
د هغه هوټل مخې ته چې پاچا سلمان به په کې مېشت وي له ښيښې جوړ دوه متره لوړ ديوال ودرول شوى، چې سعودي ميلمانه د نورو سيلانيانو له سترگو پناه وي.
ډان:
پاکستانۍ ډان ورځپاڼې "توندلاره هېوادپالنه او جهاد" تر سرليک لاندې يوه شننه خپره کړې.
د مطلب ليکوال د پاکستان او افغانستان له لوري يوۀ بل ته د اورپکو د نوملړونو ورکړې ته اشاره کوي او بيا د پاکستاني پوځيانو هغه ادعا راخلي چې وايي افغان ډيپلوماتان يې د پوځ مرکز ته وربللي و.
له ډیورنډ کرښې سره ۵۰۰۰ کانټینر ایسار دي
ليکوال د افغان پوځ لوى درستيز د مرستيال له لوري د پاکستاني سفير غوښتل کېدو ته هم گوته نيسي او وايي دواړه هېوادونه دغه راز پر يوۀ تورونه لگوي. ليکوال زياتوي چې هند او پاکستان هم په ورته ډول يو بل ملامتوي او په داسې حال کې چې درې سره هېوادونه له ترهگرۍ کړېږي، سره همکاري نه کوي.
مطلب کې راغلي، که حالات په بې پرې توگه وارزول شي نو بايد ومنو چې لومړى پاکستان په سيمه کې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره اورپکي وکارول.
او تر ډېره دغه کسان يې په داسې شعارونو ځانته رامات کړل چې پر ديني او مذهبي عقايدو ولاړ و.
ليکوال کشمير کې د پاکستان کړنو ته اشاره کوي، او بيا افغان مجاهدين يادوي چې په وينا يې پاکستان د امريکا، لوېديځو او عربو هېوادونو په مرسته وروزل.
ليکوال د طالبانو بېلگه هم يادوي او په بلوچستان کې د هغوى پټنځايونو ته په اشاره وايي، پاکستان د سپتمبر يوولسمې له پېښو وروسته دغه ايالت په افغانستان کې د بريدونو لپاره کارولى.
مطلب کې راغلي، د حقاني شبکه له هغه ډله ده چې په افغانستان کې يې گډوډي جوړه کړې او بيا پاکستان کې د پاکستاني پوځ له بريدونو خوندي ده.
ليکوال په بلوچستان کې د هند له لوري د بېلتونپالو د ملاتړ په تړاو شک نه څرگندوي او وايي هند د بلوچانو له نارضايتۍ گټه پورته کوي.
افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د فعاليتونو په تړاو وايي دا څرگنده ده چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې دننه بريدونه پلانوي، خو عادلانه قضاوت بيا دا دى چې افغان حکومت پر ډېرو هغو سيمو ولکه نه لري چې دغه ډلې پ کې مېشت دي.
ليکوال پړه د پاکستان پر پوځي جنرالانو اچوي چې په وينا يې درې نسله داسې روزل شوي چې ټوله نړۍ د کشمير له زاويې گوري.
ليکوال ټينگار کوي چې ترهگرۍ گواښ افغانستان سره په ښو اړيکو پاللو ماتېداى شي نه دا چې طالبانو ته پټنځايونه ورکړل شي.
نيويارک ټايمز:
امريکايۍ نيويارک ټايمز ورځپاڼه وايي اروپايي پارلمان يو ناالزامي يا نه اړېستونکى پرېکړه ليک منلى چې وايي امريکايي اتباع دې اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته د سفر لپاره ويزه واخلي.
دا پرېکړه ليک د امريکا د هغه اقدام پر وړاندې ومنل شو چې د اروپايي ټولنې پنځو غړو هېوادونو وگړو ته يې هغه هېواد ته د بې ويزې سفر اجازه ورنکړه.
په دغو هېوادونو کې بلغاريا، رومانيا، قبرس، پولند او کروېشيا راځي.