BBC
 شاته

شاهد اپریدی د پېښور زلمي پایلوبه کې نه لوبېږي

د انځور حقوق PCB
Image caption ویل کېږي د شاهد اپردي لاس لاس ټکونه خوړلي دي.

د پاکستان سوپر لیګ پایلوبې لپاره پېښور لوبډلې ځینې لوبغاړي لاهور ته رسېدلي، خو شاهد اپریدی وايي، چې پایلوبه کې برخه نه اخلي.

شاهد اپریدی تېره لوبه کې ټپي شوی. دا لوبه له کراچۍ سره وه او پېښور زلمي په ماتې ور کولو سره ځان پایلوبې ته وباسه.

پېښور زلمی په پایلوبه کې له کوټې ګلیډیټرز سره مخ کېږي، چې د یکشنبې په ورځ به لاهور کې وشي.

* د کرېکټ بریا او پرمختګ په پار څو خبرې

* پاکستان سوپرلیګ: کوټه ګلډیټرز پایلوبې ته لار ومونده

د پاکستان ځايي رسنۍ وايي، د پېښور زلمي لوبډلې مشر جاوېد اپریدی، د پاکستان ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر وقار یونس او د پېښور زلمي شپږ لوبغاړي د شنبې په ورځ لاهور ته رسېدلي دي.

ټاکل شوې د پېښور زلمي بهرني لوبغاړي ماښام له دوبۍ څخه لاهور ته ورسېږي او د یکشنبې په ورځ د کوټې ګلیډیټرز لوبډلې سره مخ شي.

که څه هم د پېښور زلمي لوبډلې مشر جاوېد اپریدی هیله من دی چې بهرني لوبغاړي به یې په دغه لوبه کې ګډون وکړي، خو د کوټې ګلیډیټرز پنځه بهرني لوبغاړي د امنیتي اندېښنو له امله په پایلوبه کې نه لوبېږي.

د شاهد اپريدي ټپونه او مبارکي

د انځور حقوق .
Image caption د پېښور زلمي لوبډلې شپږ لوبغاړي لاهور ته رسېدلي او تمه ده چې بهرني لوبغاړي یې هم تر ماښام ور شي.

د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او د پېښور زلمي لوبډلې لوبغاړې شاهد اپریدي په یوه ویډیو پیغام کې خپلې لوبډلې ته مبارکي ویلې چې ځان یې پایلوبې ته ورساوه.

هغه زیاته کړې، 'زما لویه هیله وه چې لاهور ته لاړ شم او پایلوبه کې ولوبېږم، خو ځینې شیان مې په وس کې نشته'.

هغه دا هم ویلي چې ډاکټرانو ورته ویلي لس ورځې ارام وکړي، ځکه پایلوبه کې نشي لوبېدلی.

شاهد اپریدی د فیلډینګ پرمهال پر لاس ټپي شو او ژور ټپ لري چې ۱۲ ټکونه یې هم خوړلي دي. دا چې ټپونه یې ژر نه رغېږي، نو لوبېدل یې ممکن نه دي.

* زمبابوې ته زما د کرېکټ بريالى سفر

* جاپان کې د کنګل کبانو پر سر، د سکېت لوبغالی وتړل شو

هغه د تېرې ورځې له بریا وروسته ټوېټ کړه: 'پایلوبې ته وتلو تل ډېر خوشال کړی یم، د پېښور زلمي لوبغاړو هم د دې ویاړ ګټلو لپاره خپل هوډ وښود. زما ټپي کېدل به هغوی د پاکستان غوره لیګ پایلوبې له ګټلو ونه ګرځوي '.

نوموړي د خپلو مینوالو مننه کړې چې له ده سره یې خواخوږي ښودلې ده.

یوه نېټ کارن لیکلي'له اپریدي پرته پایلوبه به پایلوبه نه وي'.

احمد اپریدي لیکلي لوبه کې د لالا (شاهد اپريدي) نه ګډون زړه ماتی خبر دی، خو لالا ستا روغتیا غواړو.

پېښور زلمي سیالې کراچۍ کېنګ لوبډلې ته په ۲۴ منډو ماتې ور کړه او د مارچ پر ۵ د لاهور په قذافي لوبغاړي کې د کوټې ګلیډېټرز سره سیالي لري.

د انځور حقوق PESHAWAR ZALMI
Image caption شاهد اپریدي په ویډیو کې هیله ښودلې چې پېښور زلمي به پایلوبه وګټي.