BBC
 شاته

چين د "بهرنیو لاسوهنو" مخنیوي په موخه پوځي بودیجه کې زیاتوالی راوستی

د انځور حقوق AP
Image caption د چین پوځي بودیجه د امریکا د پوځي بودیجې په پرتله ډېره کمه ده

چین وايي، د "بهرنیو لاسوهنو" د مخنیوي په موخه پخپله کلنۍ پوځي بودیجه کې د ۷ سلنې زیاتوالي راوستلو هوډ لري.

چین دا ګام د امریکا پوځي بودیجه کې د ټرمپ له خوا د ۱۰ سلنې زیاتوالي له اعلان وروسته اخیستی.

د چین د خلک ملي کانګرس ویاندې فو یینګ وویل، چین له خپلو ګاونډیانو سره د ځمکې د ملکیت پرسر د اختلاف هوارولو لپاره له سوله ییزو لارو ګټه اخلي.

خو وايي، بیجینګ باید دا توان ولري چې له خپله ځانه دفاع وکړي.

ټرمپ دفاعي بودیجه کې د 'تاریخي زیاتونې' ژمنه کړې

''د چین دفاعي بودیجه ۱۴۵ میلیارد ډالرو ته لوړه شوې''

اغلې فو وايي: "باید وکړای شو اختلافونو کې د بهرنیو لاسوهنو پر وړاندې له ځانه دفاع وکړو."

چین پخپله پوځي بودیجه کې د ۷ سلنې ډېروالي اعلان د خلک د ملي کانګرس د کلنۍ غونډې د پیلېدو په درشل کې کړی دی.

دا دویم پرله پسې کال دی چې چین خپله بودیجه نژدې ۷ سلنه ډېروي. تر دې وړاندې، له ۲۰۱۰ کاله تر اوسه چین پخپله کلنۍ پوځي بودیجه کې هر کال ۱۰ سلنه ډېروالی راوستلی.

تېر کال د چین پوځي بودیجه ۱۳۸ میلیارد ډالر وه، چې د امریکا د ۵۳۰ میلیارد ډالرو پوځي بودیجې په پرتله ډېره کمه ده.

ځینې لوېدیځ څارونکي باوري دي چې چین له اعلان شوې پوځي بودیجې ډېره پوځي بودیجه لګوي.

د چین د خلک ملي کانګرس ویاندې وویل، هېواد یې له څو کلونو راهیسې د خپل دفاعي توان ډېرولو په درشل کې دی، خو تجهیزات یې د امریکا د پوځ تجهیزاتو ته نه شي رسېدلی.

اغلې فو د چین او ګاونډیانو ترمنځ ترینګلتیا او پکې د امریکا دریځ ته په اشارې سره وویل: "ښايي امریکا به له دې کبله اندېښمنه وي چې ګني د چین پوځي توان له دوی سره یوشان کېږي، خو موږ د پراختیا په حال کې یو هېواد یو، چې د چین او امریکا د پوځي تواناییو ترمنځ ډېر توپیر دی".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اغلې فو وايي: "باید وکړای شو اختلافونو کې د بهرنیو لاسوهنو پر وړاندې له ځانه دفاع وکړو."

د چین ګاونډیانو چین جنوبي سمندر په مصنوعي ټاپوګانو کې د خپلو پوځي تجهیزاتو ډېرولو په تړاو اندېښنه ښودلې ده.

د سپوږمکیو له لارې ځینې اخیستل شوي انځورونه ښيي چې په دغو ټاپوګانو کې چین له ځمکې هوا ته د ځینو لازمو توغندیو ځای پرځای کول بشپړوي.

چین غواړي له لوېدیځو قوتونو سره د دفاعي توان ډېرولو او الوتکو جوړولو په برخه کې سیالي وکړي.