شاته

امریکایي ځواکونو یمن کې د القاعده سره جګړې ته زور ورکړی

امریکایي ځواکونو تیره میاشت یمن ته کومانډو ځواکونه د دې د پاره ولیږل چې د القاعده د شبکې ځیني مهم غړي ووژني او د هغوي د مرکزونو په هکله استخباراتي معلومات راټول کړي.

د دفاع وزارت وایي چې اوس امریکایي ځواکونو د " القاعده د عربو په ټاپو کې" د ډلې په خلاف هوایي حملې زیاتې کړیدي. د پنټاګان ویاند تورن جیف ډیوس خبریالانو ته وویل چې یوازې پدې تیرو دوه ورځو کې د القاعده د شبکې په مرکزونو لږ تر لږه دیرش هوایي حملې شویدي.

د پنټاګان ویاند همدرانګه وویل چې د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ادارې پوځي قوماندانو ته جنګي الوتکې، درنې وسلې او نور تازه امکانات ورکړیدي چې د "تروریستي" ډلو په خلاف جګړې کې ترې کار واخلي. ویاند وړاندې وویل چې په یمن کې په القاعدې دا تازه بریدونه هم د جمهور رئیس ټرمپ د نویو لارښوونو له مخې شویدي.

پنټګان وایي چې " القاعده د عربو په ټاپو کې" په یمن کې قوې شویده او د شبکې د پراخیدو هڅې یې کړیدي. د دفاع وزارت یوه بل چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي دي چې " القاعده د عربو په ټاپو کې" ښایي په یمن کې تقریباً څلور زره وسله وال ولري او پلان لري چې په امریکا او نورو غربي هیوادونو بریدونه وکړي.

د دفاع وزارت دغه چارواکي همدرانګه ویلي دي چې " القاعده د عربو په ټاپو کې" د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د اسلامي دولت یا داعش د ډلې د جنګیالیو سره په ګډه جګړه کوي.