BBC
 شاته

تنزانیا فیل وژونکی 'شیطان' بندي کړ

د انځور حقوق TERRA MATER FACTUAL STUDIOS
Image caption نانیفیس څو ځلې په تېښته بریالی شوی

په تنزانیا کې د فیلانو تر ټولو بدنام ناقانونه ښکاري، چې په "شیطان" مشهور و، په ۱۲ کلونو بند محکوم شوی دی.

د ځنګلي ژوو د ساتنې یوې ډلې ويلي، بانیفیس متیو مالیانګو د زرګونو فیلانو د وژلو پړ دی.

نوموړی تر یوه کلن څار وروسته د ۲۰۱۵ کال سپټمبر میاشت کې دارالسلام کې ونیول شو.

د نوموړي پر جنایتونو د "نېټ فلېکس" شبکې د "عاج لوبه" په نامه یو مستند فلم جوړ کړی، د هالیووډ هنرمند لیوناردو دي کاپریو تولید کړی دی.

د عاج پر پلور به لس کلن بنديز لګول کېږي

فیل ولې لږ ویدېږي؟

نوموړی په سواهیلي ژبه کې په "شیطان" مشهور دی.

د "الفېنټ اکشن لیګ" په نامه سازمان، چې د وحشي ژوو د جرمونو پرضد مبارزه کوي، وايي، نیول وشي کس پنځو افریقايي هېوادونو (تنزانیا، بروندي، زامبیا، موزمبیق او جنوبي کینیا) کې دعاج د قاچاق یوې شبکې مشري کوله.

بانیفیس مالیانګو له خپلو وروڼو لوکاس ماتایو مالیانګو او عبدالله علي چایوګا سره زنداني شو.

درې واړه وروڼه په ۲۰۱۵ کال په داسې حال کې ونیول شول، چې د څه باندې ۸۵۰ زرو ډالرو په ارزښت د عاج د قاچاق کولو هڅه یې کوله.

د انځور حقوق AFP
Image caption پر مالیانګو دا تور هم دی چې د چین "یانګ فنګلان" په نامه ښځې ته یې اصلي عاج چمتو کول، چې نوموړې "عاج ملکه" هم بلل کېږي.
د انځور حقوق AFP
Image caption ۶۶ کلنه یانګ فنګلان دا مهال تنزانیا کې د ۲٫۵ میلیون ډالرو په ارزښت د څه باندې ۷۰۰ عاج په قاچاق تورنه او له محاکمې سره مخامخ ده.

پر مالیانګو دا تور هم دی چې د چین "یانګ فنګلان" په نامه ښځې ته یې اصلي عاج چمتو کول، چې نوموړې "عاج ملکه" هم بلل کېږي.

هغه دا مهال تنزانیا کې د ۲٫۵ میلیون ډالرو په ارزښت د څه باندې ۷۰۰ عاج په قاچاق تورنه او له محاکمې سره مخامخ ده.

د وحشي ژوو د ساتنې سازمان وايي، په چین کې د عاج لپاره تقاضا د فیلانو د ناقانونه ښکار لپاره ډېره لاره هواره کړې ده.

هند کې "د نړۍ تر ټولو زړه" فیله مړه شوه

فيلان د نارينه و او ښځو غږ تشخيصولای شي

که څه هم د عاج پر پېر او پلور نړیوال بندیز لګول شوی، خو د ځینو هېوادونو د ننه یې پېر او پلور ازاد دی.

چین په تېره ډسمبر میاشت کې اعلان وکړ چې د عاج سوداګري او په لاسي صنایعو کې کارونګ یې له ۲۰۱۷ کال وروسته ممنوع دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption چین په تېره ډسمبر میاشت کې اعلان وکړ چې د عاج سوداګري او په لاسي صنایعو کې کارونګ یې له ۲۰۱۷ کال وروسته ممنوع دی.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption تنزانیا کې افریقايي فیل