BBC
 شاته

د سوات حدیقه، د ځوانانو جایزې ګټلو هیله منه؟

د خیبر پښتونوخوا د سوات درې حديقه بشير د ۲۰۱۷ همګټو هېوادونو د ځوانانو جايزې په نوملړ کې شامله شوې ده.

حديقه بشير چې وړاندې یې هم ځینې جایزې ګتلې وې، په سوات کې په کم عمر د نجونو د ودېدو او په زور د ودونو پرضد کمپاین مشري کوي.

۱۵ کلنه حدیقه بشیر د خپل کمپاین لپاره د ۲۰۱۷ کال د همګټو هېوادونو د هغو ځوانانو د جایزې لپاره نومل شوې، چې له ۱۳ هېوادونو ورته نومول کېږي.

د دغې جایزې د وېش لپاره غونډه به تر راتلونکو دوو اونیو پورې لندن کې جوړه شي.

د سوات حدیقه د اسیايي نجونو استازې ټاکله شوې

په سوات کې درخانۍ کلتوري فیسټیوال جوړ شوی

د همګتو هېوادونو د سکرتریت یوې چارواکې کترین ایلس رسنیو ته وویل، حدیقه په کم عمر او په زور د ودېدونکو نجونو د چارو خلاف کمپاین مشري کوي چې دا کار یې په خلکو کې هیښتیا او بیداري پیدا کوي.

حدیقه د خپل کمپاین د ملاتړ لپاره له سیاستوالو او مذهبي مشرانو سره هم ګډ کار کوي. نوموړې چې اوس د نهم ټولګي زده کوونکې ده، وايي، د هغو نجونو د ودېدو مخه به نیسي، چې ځینې یې ان په یوولس کلنۍ کې ودېږي.

دا وايي، د همګټو هېوادونو د ځوانانو د جایزې نوملړ کې په شاملېدو ډېره خوشاله ده.

Image caption حدیقه بشیري وايي، د پاکستان نورو برخو ته د (یونایټېډ ګرلز) په نوم د خپل کمپاین غځولو هوډ لري

هغې بي بي سي ته وویل، دا یې د هېواد ویاړ دی چې د همګټو هېوادونو د ځوانانو جایزې ته نومول شوې او نړۍ ته خپله څېره ورښيي.

حدیقه وايي، د "یونایټېډ ګرلز" په نوم کمپاین یې هغه وخت پیل کړ، چې یوه ملګرې یې په کم عمر کې واده شوه:

"د لوبو لپاره به د خپلې دغې ملګرې کور ته ورتلو، خو د نجلۍ کورنۍ به خپله لور نه پرېښوده چې لوبې ورسره وکړي او ویل به یې چې هغه اوس نجلۍ نه ده، بلکې واده شوې ده."

سوات کې هنري نندارتون پرانیستل شو

د سوات مېرمنو جرګه، د ستونزو حل لار (وېډیو)

حدیقه زیاتوي، نجلۍ ۱۱ کلنه وه چې کورنۍ یې د ودولو پرېکړه وکړه، خو هغې مخالفت کاوه.

دا وايي، یوه ورځ یې خپله واده شوې ملګرې ښوونځي ته وروبلله او همالته یې د کم عمر نجونو د ودېدو د مخنیوي کمپاین پیلولو هوډ وکړ.

د انځور حقوق .
Image caption تردې وړاندې د اسیا د نجونو د سفیرانو یا استازو جایزې د هند او تاييوان نجونو ګټلې وې

دا وايي، تر اوسه یې په کم عمر پنځه نجونې په زور له ودېدو ژغورلې دي، خو غواړي خپل کمپاین د هېواد نورو برخو ته هم وغځوي.

Image caption د حدیقې بشیر پلار افتخار حسین بي بي سي ته وویل، لور یې یوه مدني فعاله ده او دی به یې پوره ملاتړ او مرسته کوي.
Image caption حدیقه بشیر وايي، د ملالې یوسفزۍ له کارونو اغېزمنه شوې ده

د حدیقې بشیر پلار افتخار حسین بي بي سي ته وویل، لور یې یوه مدني فعاله ده او دی به یې پوره ملاتړ او مرسته کوي.

دی وايي، یو وخت به پښتنو خپلې لوڼې له کوره بهر نه پرېښودې، خو اوس دغه فکر ډېر بدل شوی دی.

د برتانيا ملکه مې په سوات کې وليده

حدیقه وايي، پخپل دې کمپاین کې له ملالې یوسفزۍ اغېزمنه شوې ده.

Image caption حدیقه بشیر وړاندې هم ځینې جایزې ګټلې دي