BBC
 شاته

پنجاب: پولیس د پښتنو او افغان کډوالو د اوسېدو سیمو کې چاڼیز عملیات کوي

د انځور حقوق AFP
Image caption رانا ثناالله هغه تورونه رد کړل، چې ګواکې حکومت د سخت دريځو پر ضد عملیاتو کې پښتانه په نښه کوي

د پاکستان پنجاب ایالت د قانون وزیر رانا ثناالله ویلي ایالتي پولیس په هغو سیمو کې چاڼیز عملیات کوي، چې ډېری اوسېدونکي یې افغان کډوال او پښتانه وي.

له اي پي سره سره مرکه کې رانا ثناالله ویلي، چې عملیاتو کې به ډېر پام ځانګړي قوم ته وي، چې په وینا یې د صوبې مرکزي ښار لاهور په خونړیو بریدونو کې د قبایلي سیمو اوسېدونکي کسان ښکېل وو.

پنجاب مشکوک پښتانه افغانان

د پنجاب په یوه ولسوالۍ کې ۴۲ افغانان نیول شوي

د نوموړي په وینا پروسږ کال د لاهور یوه پارک کې د ځانمرګي برید لړ کې ۱۱ کسان نیول شوي وو، چې د نوموړي په خبره د مومندو او باجوړ سیمو اوسېدونکي وو.

رانا ثناالله وايي:

''هغه کسان د قبایلي سیمو اوسېدونکي وو، ځکه موږ فکر وکړ باید هغو سیمو کې باید چاڼیز عملیات وکړو، چې د باجوړو او مومند اوسېدونکي په کې اوسېږي او یا هغه افغان کډوال په کې مېشت دي، چې نومونه یې ثبت شوي نه دي. ''

خو ښاغلي رانا هغه تورونه رد کړل، چې ګواکې حکومت د سخت دريځو پر ضد عملیاتو کې پښتانه په نښه کوي.

بل لور اي پي خبري اژانس د پنجاب پولیسو له قوله ویلي، چې ټوله صوبه کې له دوو اونیو راهیسې د دغو چاڼیزو عملیاتو لړ کې امنیتي ځواکونو ۱۳۰۰ کسان نیولي دي. دوو پولیسو د نوم نه یادوولو په شرط ویلي، چې له امنیتي ځواکونو سره متقابلو ډزو کې ۳۶ کسان وژل شوي دي.

پاکستان کې له وروستیو خونړیو بریدونو وروسته د سخت دریځۍ پر ضد د رد الفساد په نوم عملیات پیل شوي دي او ورسره همهاله پنجاب کې د پښتنو خلاف د توکمیز تبعیض رپوټونه هم پاکستاني رسنیو کې خپاره شوي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پنجاب کې امنیتي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو لړ کې سلګونه کسان نیولي

د خیبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ له پښتنو سره د توکمیز تبعیض پر ضد په یوه خوله یو پرېکړه لیک هم صادر کړی دی.

بل لور ته پاکستان کې د بشري حقونو کمېسیون هم پنجاب کې د سخت دریځو پر ضد د عملیاتو لړ کې ' په ظاهره د توکمیز تبعیضي چلند ' په تړاو سخته خواشینې څرګنده کړې.

د پنجاب پر ایالتي حکومت له نیوکو وروسته د قانون صوبايي وزیر رانا ثناالله ویلي و، چې د سخت دریځو د لټون بهیر کې هېڅ مشخص توکم اړوند کسان نه ځورول کېږي او دا چې د دغسې عملیاتو بهیر کې ولس ته تکلیف له کبله حکومت بښنه غواړي، خو په خبره یې له دغه ډول فعالیتونو پرته د ترهګرو مخه نه شي نیول کېدای.