د اوباما او میشل د یادښتونو کتاب چاپېږي
د نړۍ یو تر ټولو لوی خپرندویه شرکت (پېنګوېن) اعلان کړی چې د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما او د هغه د مېرمنې مېشل اوباما د یادښتونو چاپولو قرارداد یې ګټلی دی.
د (پېنګوېن) شرکت مرکز په نیویار کې دی. دوی وایي، د بارک اوباما او د مېشل اوباما یادښتونه به په دوو بېلابېلو کتابونو کې چاپوي.
خو پېنګوېن شرکت په دې اړه څه نه دي ویلي چې د دې کتابونو په بدل کې به اوباما او د هغه مېرمنې ته څومره حق الزحمه ورکوي.
اوباما د ماشومانو لپاره کتاب لیکلی
د فرانسې ولسمشریزو ټاکنو ته د اوباما د نوماندېدو غوښتنه
د دې کتابونو د چاپ قرارداد ليلام ته وړاندې شوی و، چې یو وخت یې بیه ان تر شپېته میلیونه ډالرو رسېدلې وه.
یاده دې وي چې پخواني ولسمشر اوباما تر دې وړاندې هم یو کتاب چاپ کړی، چې عنوان یې دی 'زما د پلار خوبونه'.
میشل اوباما د خوړو او بڼوالۍ په اړه یو کتاب لیکلی دی.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ماشومانو لپاره د "OF THEE I SING" په نامه کتاب چاپ کړی.
بارک اوباما مخکې له دې چې د ۲۰۰۹ کال په جنورۍ میاشت کې د امریکا ولسمشر شي، دا کتاب لیکلی و.