BBC
 شاته

پوتين په تاجکستان کې

روسيه وايي د اړتيا په وخت کې به له افغانستان سره پر پوله تاجکستان کې له خپلې پوځي اډې ګټه اخلي.

د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين چې په يو رسمي سفر دوشنبې ته تللی و، په همدې اړه له خپل تاجک سيال امام علي رحمانوف سره هوکړې ته رسېدلی دی.

تاجکستان د منځنۍ اسيا يوازينی هېواد دی، چې روسيه په کې پوځي اډه لري. تاجک او روسي چارواکي د افغانستان شمال کې د اورپکو د فعاليتونو زياتوالي سره اندېښمن شوي دي.