شاته

د عراق پوځ: ښایي د داعش بهرني جنگیالي تر مرگه وجنگیږي

عراقي ځواکونه وایي د اسلامي دولت د ډلې عراقي جنگیالي کیدای شي د ملکي وگړو په جامه د جگړې له لیکو وتښتي، خو ددې ډلې بهرني جنگیالي تر پایه جنگیږي.

د عراق موصل ښار د یوې عجیبې او ډاروونکې جگړې سره مخامخ دی، ځکه چې د اسلامي دولت د ډلې بهرني جنگیالي د تیښتې لار نه لري او غواړي د ژوند تر پایه وجنگیږي.

د رویترز اژانس وایي په داسې حال کې چې د موصل ښار د کوڅو د نیولو پر سر د حکومتي ځواکونو او د داعش د جنگیالیو ترمنځ جگړې زور اخیستی، ملکي وگړي د خپلو کورونو په تیارو زیرخانو کې اوسیږي.

عراقي ځواکونو په موصل ښار باندې د یرغل په پیل کې چټک پرمختگ وکړ، د ښار د لویدیځ نیمایي برخه یې ونیوله او په څو ورځو کې یې هوایي ډگر هم ونیو او د ښار په گوټ گوټ کې یې د داعش په دفاعي کرښو کې نفوذ وکړ.

خو اوس دولتي ځواکونه غواړي د گڼ میشتو سیمو پر لور چې شاوخوا ٧٥٠ زره کسان په کې اوسیږي، پرمخ ولاړ شي، نو له سخت مقاومت سره مخامخ دي.

که چیرې عراقي قواوی وکړای شي چې په موصل کې د اسلامي دولت ډلې ته ماته ورکړي دا به په عراق کې د ابو بکر البغدادي د خلافت پای وي چې په ٢٠١۴ کې یې د عراق او سوریې په ځنو سیمو کې اعلان کړ.

د عراقي ځواکونو ډگرمن عبدالامیر المحمدوي د جگړې پر لیکه د داعش د یو وژل شوي جنگیالي مړي ته په اشارې وویل چې "هغه عراقی نه دی، او ښایي عرب به هم نه وي". دغه منصبدار وایي هر څومره چې دوی د ښار مرکز ته ورنژدې کیږي، په هماغه اندازه د بهرنیو جنگیالیو سره مخامخ کیږي.

د رویترز اژانس وایي عراقي یاغیان کیدای شي د ملکي وگړو په جامه کې ځانونه د امنیتي ځواکونو نه پټ کړي، خو بهرني جنگیالي د تیښتې لار نه لري او په همدې خاطر به د خپل ژوند تر وروستیو سلگیو وجنگیږي.

د موصل په ختیځ کې د جگړې له بایلودلو وروسته د داعش جنگیاليو د ښار په لویدیځ کې جگړې ته تیاری نیولی، دیوالونه یې سوري کړي او خلک یې له سیمې ایستلي دي.

د عراق پوځ وایي د چټک غبرگون ځواکونو ته په گڼ میشته سیمو کې عملیات ځکه ستونزمن دي، چې د داعش جنگیالي د خلکو په منځ کې پټ دي.

له بلې خوا نن د سه شنبې په ورځ په زرگونو ملکي وگړي چې یو شمیر یې ټپیان دي د اوږد واټن له وهلو وروسته د دښتې له لارې ځانونه د حکومتي ځواکونو لیکو ته رسولي دي.

عراقي پوځیان وایي چې د موصل د جنوب په لور د پرمختگ له پیل نه د پنجشنبې د ورځې راهیسې تر اوسه څه دپاسه لس زره ملکیان د داعش تر کنترول لاندې سیمو څخه تښتیدلي او روغتیایي مرستې، خواړه او اوبه غواړي.

د ملگرو ملتونو د سازمان په وینا تمه ده چې تر څلور سوه زرو پورې وگړي پر موصل باندې د تازه حملو له وجې د کورونو خوشې کولو ته اړ شي.