BBC
 شاته

فلستین؛ "د اسرائیلو سرسخته دښمنانو" لومړۍ هدیره

په دې هدیره کې د څه باندې ۱۴۵ کسانو د مړو ټوټې موندل شوې Image copyright AFP
Image caption په دې هدیره کې د څه باندې ۱۴۵ کسانو د مړو ټوټې موندل شوې

اسرائیلي لرغونپوهان وايي، عسقلان کې د (فلستين) خلکو د لومړۍ هدیرې موندل به تر ډېره د هغو فلستیني د اصلیت په اړه پوښتنې ځواب کړي، چې په توران کې د بني اسرائیلو "تر ټولو سرسخته دښمنان" ګڼل شوي.

اسرائیل وايي، له تېرو ۳۰ کلونو څېړنو وروسته یې اوس یوه فلستینۍ هدیره موندلې ده.

دغه هدیره لومړی په ۲۰۱۳ کال کشف شوه، چې بالاخره د تېرې یکشنبې په ورځ یې د موندلو اعلان وشو. اسرائیلي څېړونکي وايي، ددغې هدیرې کشفېدل به د فلسطینیانو د اصلیت پر راز رڼا واچوي.

څېړونکی پلاوی وايي دوی د څه باندې ۱۴۵ مړو ټوټې په ځینو خونو کې موندلې، چې ځینې یې په عطرو، خوړو، ګاڼو او وسلو پوښل شوې دي.

ددغې مقبرې منځنۍ نېټه له میلاد ۱۱ - ۸ پېړۍ وړاندې اټکل شوې ده.

د څېړونکې ډلې یوه مشر ډانیل اېم ماسټر ویلي "له لسیزو څېړنو وروسته، هغه څه چې فلستینیانو شا ته پرېښي، موږ اوس ورسره مخامخ شوو".

Image copyright AFP
Image caption کارپوهان وايي، اوس ددغو مړو د ټوټو ډې اېن اې ازموینې کوي چې اصلي عمر یې معلوم کړي
Image copyright Reuters
Image caption له ځینو مړو سره خټین لوښي او ګاڼه هم خښ کړل شوي
Image copyright AFP
Image caption داسې اټکل دی چې دغه قوم له میلاد ۱۲ سوه کاله وړاندې له لوېدیځو سیمو پخوانیو اسرائیلو ته کډه کړې ده.

"په دې کشف سره موږ دې ته ورنژدې کېدای شو چې د دوی د اصلیت په راز پوه شو".

دا څېړنه څو کاله پټه ساتل شوې وه، ځکه چې د ارتودوکس یهودانو له اعتراضه یې وېره لرله، ځکه دوی وړاندې پر دغې څېړنې او کیندنې غوسه ښودلې وه او دا یې د قبر ایستلو ناوړه عمل بللی و.

ماسټر وايي "د کیندنې چارې تر ډېرې مودې پورې پټې ساتل شوې".

څېړونکي د فلستي ولس د اصلي جغرافیې په اړه د نظر اختلاف لري. ځینې یې یونان اصلي ټاټوبی بولي، خو ځینې بیا کریت ټاپو، قبرص او یا اناتولیا (اوسنۍ ترکیه).

کشفوونکې ډله اوس د موندل شویو مړو ډي اېن اې او نورې څېړنې مخته وړي، چې د دوی اصلیت معلوم کړي.

کشفوونکی پلاوی وايي، له ځینو مړو سره نژدې د عطرو بوتل، جګونه او کوچنۍ کاسې خښې شوې دي.

وايي له یوشمېر مړو سره هارونه او لښتۍ او وسلې هم اېښودل شوې دي.

Image copyright AFP
Image caption له ځینو مړو سره وسلې هم خښې کړل شوې
Image copyright Reuters
Image caption پروفیسر لورانس سټاګر د څېړونکې ډلې له مشرانو دی

د عیسویانو سپېڅلي کتاب انجیل کې دغه قوم د اسرائیلو دښمن ګڼل شوی.

سرچینه وايي، فلستین په سپېڅلي کتاب کې د اسرائیلو سرسخته دښمنان ګڼل شوي او باور دی چې دوی دغې (کشف شوې سیمې) ته له میلاد دوولس پېړۍ وړاندې تللي دي.

Image copyright AFP
Image caption د عیسویانو مقدس کتاب کې راغلي، ګڼ فلستین وګړي د جالوت جنګیالي اړوند وو، چې داود پیغمبر له پاچا کېدا وړاندې ماتې ورکړه.
Image copyright AFP
Image caption د عیسویانو مقدس کتاب بایبل کې دغه قوم د اسرائیلو دښمن ګڼل شوی.

د عیسویانو مقدس کتاب کې راغلي، ګڼ فلستیني وګړي د جالوت جنګیالي اړوند وو، چې داود پیغمبر له پاچا کېدا وړاندې ماتې ورکړه.