ټرمپ پر اوباما د احتجاجونو او رازونو افشا کولو تور پورې کړی
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د دیموکراتو سیاستوالو خلاف احتجاج او د حکومتي رازونو افشا کولو کې ښايي د پخواني ولسمشر باراک اوبا لاس وي. له فوکس نیوز خبري شبکې سره خبرو کې ټرمپ وویل:
''فکر کوم د دې تر شا اوباما دی، ځکه باوري یم، چې د دوی کسان د دې تر شا دي. ''
خو نوموړي زیاته کړه:
''زه په دې هم پوهېږم، چې دا یوازې سیاست دی. ډونلډ ټرمپ د خپلې دغې ادعا لپاره کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی او په دې اړه د ولسمشر اوباما له لوري هم کوم غبرګون نه دی څرګند شوی. ''
ټرمپ دفاعي بودیجه کې د 'تاریخي زیاتونې' ژمنه کړې
ټرمپ د خبریالانو ماښامنۍ ته نه ورځي
خپله دغه مرکه کې ولسمشر ټرمپ د بودیجې او نورو مسایلو په اړه هم خبرې وکړي. ټرمپ خپلو هدفونو ته رسېدو په لړ کې ځان لومړۍ درجه وباله، خو د خپل پیغام رسولو کې یې ځان درېیمه درجه وباله.
نوموړي د دفاعي بودیجې لپاره د ۵۴ بیلیونونو ډالرو ځانګړي کول د اقتصاد پیاوړتیا کې ګټور وبلل. سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو میلسمتیا کې د ګډون نه کولو په هکله ټرمپ وویل، چې دغه میلمستیا کې ګډون کول به منافقت وي.
له دې مخکې ټرمپ ویلي و، چې دی به د سپینې ماڼۍ هغه میلمسیتا کې ګډون و نه کړي، چېي د اپریل میاشتې په ۲۶ نېټه د رسنیو او مشهورو شخصیتونو لپاره کېږي.
ټرمپ هغه نیوکې، چې د نوموړي پر اداره یا پالیسي کېږي، 'جعلي ' خبرونه بولي.
هغه څو ورځې مخکې ویلي و، ' جعلي خبرونه د خلکو دښمنان دي ' د امریکا ولسمشر دغه وینا کانګریس ته د هغه له لومړنۍ وینا لږ مخکې خپره شوې.
تمه کېږي، چې هغه به کانګریس ته وینا کې د مالیو لږولو او اقتصادي ودې په تړاو خبرې وکړي.
له هغه نه پوښتنه وشوه، چې د راتلونکي کال لپاره به د لس سلنه اضافي دفاعي بودیجې لپاره پېسې له کومه راوړي، ځکه د لګښتونو کمولو هغه کچه ښايي بسنه و نه کړي، چې په پام کې نیول شوې؟
ځواب کې ټرمپ وویل، هغو هېوادونو سره به وغږیږي، چې امریکا ورته دفاع تجهیزات جوړوي.