شاته

بلوچستان: د زایرینو ډک ګاډی ژور ګړنګ ته لوییدلی، 13کسان پکې مړه شوي،30  نور ژوبل دي

د بلوچستان په حب ضلعه کې د زایرینو یو ډک ګاډی ژور کړنګ ته لوییدلی چې د پولیس چارواکو له مخې لږ تر لږه 13کسان پکې مړه شوي اؤ 30 نور ژوبل شوي دي.

په ژوبلو کې هم د ځینو کسانو حالت نازک ښودل شوی چې له دې امله د مړو شمیر کې د اضافې اندېښنې ښودل کیږي.

ډان ورځپاڼې د پولیس سرچینو له خولې لیکلي چې د چهارشنبې یا شورو په ورځ تر 100ؤ زیات زایرین په یو ګاډي کې د شاه نوراني زیارت ته روان وؤ چې په حب کې د ویر اب په مقام دغه ګاډی یو ژور ګړنګ ته لوییدلی دی.

پولیسو په دې پېښه کې په سمدستي توګه د 13کسانو د مړینې اؤ د 30ؤ نورو د ژوبل کېدو پخلی کړی خو ویلي یې دي یو شمیر ژوبل کسان په مرګوني حالت کې دي چې له دې امله د مړینو شمیره سیوا کیدای شي.

د پېښې سره سم مرستندویه فعالین د پېښې ځای ته رسیدلي اؤ ژوبل کسان اؤ جسدونه یې هسپتال ته رسولي دي.

رپورټ کې ویل شوي چې په پېښه کې د مړو شوؤ اؤ ژوبل شوؤ کسانو تعلق د سیند صوبې د ټهټې سیمې سره ؤ اؤ غوښتل یې چې د اختر په وړومبۍ ورځ د شاه نوراني بابا زیارت له لاړ شي.

د زایرینو ګاډی د شاه نوراني نه د 20 کلو مټيره په فاصله د ډرایور نه بې قابو شوی اؤ ژورې کندې ته غورځېدلی دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00