شاته

هبت الله اخند زاده: له اسلامي قوانینو یو ګام هم په شا نه ځم

په افغانستان د واکمنو طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د کوچني اختر د لمونځ په مهال کندهار کې د خلکو په منځ کې راڅرګند شوی اؤ د طالبانو په حکومت د نړیوالې ټولنې لخوا کېدونکې نیوکې یې په سختو ټکو غندلې دي.

هغه یو ځل بیا خپل دا هوډ تکرار کړی چې د اسلامي قوانینو د عملي کولو نه به یو ګام هم پشا لاړ نه شي.

د کندهار په یو ستر جومات کې د اختر د لمونځ لپاره راټول شوؤ زرګونو کسانو ته خپله وینا کې هبت الله اخند زاده د «مرګ تر دمه» د اسلامي احکامو په نفاذ ټینګار وکړ او د دغې ډلې جنګیالیو ته یې وویل چې له بریالیتوب وروسته باید په شا نه شي او د قربانۍ ورکولو ته دوام ورکړي.

د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري د خپل مشر هبت لله اخند زاده د 35 دقیقو یو اډیو تقریر خپور کړل شوی چې په هغې کې اخندزاده پخپل حکومت د نړیوالې ټولنې د نیوکو په کلکه غندنه کوي او وایي:

"نن دوي غواړي تاسو پخپلو منځو کې وویشي، هغوي مشران نا اهله بولي اؤ وایي چې د حکومت کولو جوګه نه دي"

یوې سرچینې چې د هبت الله اخند زاده په امامت کې د اختر د لمانځه لپاره راجوړې شوې دې غونډه کې یې پخپله برخه درلوده ای ایف پی ته یې ویلي ، اخند زاده د جومات په تالار کې راغونډو خلکو نه لیدلو خو یوازې د هغه وینا اؤ خطبه یې په لاوډ اسپیکر اورېدله.

هغه د اختر د لمانځه لپاره ورټولو شوؤ دغو زرګونو کسانو ته وویل "ددې کافرانو په خبرو بې لارې نه شئ ، ځانونه له دوي هوښیار وساتئ ، هغوي غواړي تاسې تېرباسي، تاسې ناکامول غواړي"

نوموړي په دې موقعه یو ځل بیا خپل دا هوډ تکرار کړی چې "د اسلامي قوانینو نه یو ګام هم په شا لاړ نه شم"

د وي او ای پښتو د رپورټ له مخې د هبت الله اخند زاده وویل" ګورئ چې ناکام نه شئ. دغسې مقابله وکړئ، دغسې قربانۍ ورکړئ، دغسې اشتهادي وکړئ لکه پرون چې مو په سختي کې اشتهادۍ کوله فدایانې مو کولې د دې کامیابۍ لپاره نن په راحت کې دغسې قربانۍ ورکړئ شاته نشئ، کمربند مات نه کړئ."

د طالبانو مشر د امریکا له نوم له اخیستو پرته وویل چې پرون "دښمن تاسو ویشتلي یاست، په ډرون یې ویشتلي یاست، په ۵۲ ډوله یې ویشتلي یاست، د بمونو په مور یې ویشتلي یاست، په هر قسم کیمیاوي موادو یې سوځولی یئ، هغه دشمن نن غافل نه دی ناست. نن مو بیا په بله طریقه باندې ولي، نن مو په تبلیغاتو باندې ولي، نن مو په شیطانیت باندې ولي. نن مو په افتراق او تفرقه باندې ولي، نن د دې مقابله درسره کوي. نو لکه پرون چې دې مقابله وکړه نن یې هم وکړه. "

هغه په دغه وینا کې په وار وار د "اتحاد او اتفاق" پر ساتلو ټینګار وکړو.

ای ایف پي وایي خپلې سرچینې ورته ویلي چې د طالبانو د مشر د وینا په مهال د کندهار دغه جومات ته د ورتګ په لارو کې سخت امنیت نیول شوی ؤ.

هبت الله اخند زاده چې د کال2016 نه د افغان طالبانو مشر ټاکل شوی اؤ په کال2021م کې چې امریکایي ځواکونه له افغانستان ووتل اؤ طالبانو بیا په واک قبضه وکړه ، دهغې راپدیخوا اخند زاده یوازې څلور ځل د ولس منځ ته ورغلی دی.

تر اوسه د طالبانو د مشر یوازې یو انځور یا عکس په ولسي کچه مخې ته راغلی اؤ هغه چې چرته وینا کوي نو هلته خلک له عکس اخستو اؤ ریکارډنګ کولو منعې کولی شي.

تر دې وړاندې په کال 2022م کې هم هغه د کوچني اختر په مهال په کندهار کې دغسې د اختر د لمونځ په یوه اجتماع کې د ولس منځ ته ورغلی ؤ خو هغه مهال یې هم خپل مخ خلکو ته نه ؤ ورښکاره کړی.

هبت الله اخند زاده په تېرو دریو کلونو کې یوازې د خپلو فرمانونو له لارې حکومتي چارې پر مخ وړي اؤ په افغانستان کې یې سخت اسلامي قوانین پځای کړي دي چې له دې امله دغه هیواد په نړۍ کې یوازې شوی دی.

هر څو که د طالبانو د حکومت پلازمینه په ظاهره کابل کې ده خو هبت الله اخنده په کندهار کې د یو نامعلوم مقام نه حکومت ته فرمانونه جاري کوي اؤ کندهار د طالبانو ستر مرکز ګڼل کیږي.

د اګست 2021نه چې طالبانو د نړۍ د ملاتړ نه برخمن یو جمهوري حکومت نسکور کړو اؤ په واک یې قبضه وکړه نو هغوي په افغان ښځو او نجونو یو شمیر بندیزونه لګلي چې ملګرو ملتونو یې د صنفي توپیر په توګه غندنه کړې ده.

په تېرو څه دپاسه دوه نیمو کلونو کې چې طالبان پر افغانستان واکمن دي، د طالبانو مشر ګڼ فرمانونه صادر کړي چې ځینې یې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د تعلیم او کار له حقه د محرومولو په برخه کې حتی د طالبانو د ډلې د ځینو جګپوړو غړو له خوا هم د پراخو نیوکو سره مخامخ شوي دي.

پخپله تازه وینا کې هبت الله اخندزاده د شرعي حدودو لکه قصاص او په عام محضر کې د تورنو کسانو د مجازاتو او جسمي سزاګانو دفاع وکړه او دا کار يې د اسلامي قوانينو سره سم وباله.

هغه ټینګار وکړ چې اسلامي احکام به هغه ډول عملي کړي لکه څنګه چې د اسلام د پیغمبر په وخت کې عملي کیدل

د طالبانو د مشر له فرمان وروسته په عام محضر کې د اسلامي سزاګانو لړۍ زیاته شوې چې د نړیوالو او د بشري حقونو د سازمانونو له پراخو نیوکو سره مخ شوې ده. ملګرو ملتونو د طالبانو د مشر دغه حکم "ډیر مایوسوونکی" بللی دی.

(ددې رپورټ مواد د ای ایف پي اؤ وي او ای پښتو نه اخستل شوي دي)

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00