شاته

کابل کې د امریکا پخوانی سفیر: د جمهوریت تر سقوط مخکې مې غني ته خبرداری ورکړی و

د متحدو ایالتونو د استازو خونې د بهرنیو اړیکو کمېټې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د بهرنیو چارو وزارت د دوو پخوانیو چارواکو د مرکو متن خپور کړی او ویلي دي چې له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو په اړه د ولسمشر بایډن دلایل سم نه دي.

دغې کمېټې په تېرو شاوخوا دوو کالونو کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه له بېلا بېلو امریکایي چارواکو سره مرکې کړي دي. تازه یې په کابل کې د امریکا د پخواني‌ سفیر راس ویلسن او د ځواکونو د وتلو په وخت کې د کونسلي خدمتونو د برخې د یو دپلومات سم ارنسن د مرکو متنونه خپاره کړي.

راس ویلسن د ۲۰۲۰ د جنورۍ له ۱۹ نېټې څخه نیولې له افغانستان څخه د ځواکونو تر وتلو پورې په کابل کې د متحدو ایالتونو سرپرست سفیر و. هغه د بهرنیو اړیکو د کمېټې استازو ته ویلي دي چې هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ورته ویلي وو چې لومړیتوب یې د دوحې «تړون د تطبیق ملاتړ» دی.

ویلسن ویلي دي چې د دوحې په خبرو کې د افغانستان د مخکني حکومت د استازو له عدم موجودیت سره مخالف و. د دوحې په تړون کې د امریکا او طالبانو ترمنځ توافق شوی و چې ځواکونه به یې د ۲۰۲۱ د مۍ تر میاشتې پورې له افغانستان څخه وباسي.

ویلسن ویلي‌ دي چې په امریکا کې له ټاکنو وروسته، ولسمشر غني هیله لرله چې واشنګټن به د افغانستان په اړه خپله تګلاره بدلوي، خو اشرف غني ‌ته یې ویلي‌ وو چې په خپلو وړاندوینو کې محتاط واوسي.

نوموړي په خپلې دغې مرکې کې ویلي دي چې د جمهوریت تر سقوط مخکې یې د ولسمشر غني‌ او افغان ځواکونو د مشرانو له غوږونو یې دا خبره تېره کړې وه چې باید یوه واحده تګلاره جوړه کړي او خپل ځواکونه منظم او منسجم کړي، خو په خبره یې افغان چارواکو کوم اغیزناک اقدام ونه کړ.

د خپور شوي متن په اساس، سم ارنسن د ۲۰۲۳ د سپتمبر په ۱۵ نېټه د استازو خونې د بهرنیو اړیکو کمېټې سره په خبرو کې له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو په څرنګوالي د انتقاد تر څنګ ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت د ځواکونو د وتلو په مهال داسې خلک هلته استولي وو چې له خطرونو او ګواښونو څخه په ډکو بهرنیو هېوادونو کې یې د کار مهارت نه لره.

نوموړي د تخلیې د ماموریت په مهال د کابل د هوايي ډګر په مخکې د داعش ځانمرګي برید ته، چې ۱۳ امریکايي سرتېري او څه باندې ۱۸۰ تنه افغانان په کې ووژل شول، په اشارې ویلي‌ دي چې ځینې همکاران یې په رواني او روحي لحاظ چمتو نه وو د کار په فشار کې داسې وضعیت وزغمي.

هغه ویلي دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د خطرناک ماموریت لپاره غوره کارکوونکي نه ګمارلي وو.

نوموړي زیاته کړې ده: «واضح یې وایم، د تخلیې عملیات بریالي نه شو بللای. څه باندې ۲۰۰ کسان وژل شوي او زخمي شوي دي او ما غوندې زرګونه نور کسان پټ رواني رنځونه ګالي.»

خو د امريکا ولسمشر جوبايډن له افغانستان څخه د پوځيانو د ايستلو د ماموريت له رسمي پای ته رسېدو لږ وروسته ويل وو: «د دغه ماموريت فوق العاده بريا د امريکا د پوځ، دپلوماتانو او استخباراتي کارکوونکو د بیساري مهارت، زړورتیا او سرښندنې پایله وه.»

ارنسن ویلي‌ دي چې باید هغه خلک وپوښتل شي چې له افغانستان څخه د وتلو په مهال یې تېروتنې کړي، خو دا خبره یې کړې ده چې د هغو خلکو سره، چې په عملي میدان کې وو، کېنه کول به یو «توهین» وي.

د استازو خونې د بهرنیو اړیکو کمېټې د مارچ په ۱۹ نېټه یوه استماعیه غونډه بللې وه، چې د امریکا د پوځ پخوانی لوی درستیز مارک میلي او د مرکزي قومندانۍ پخوانی مشر کنت مککنزي هم په کې وو. دغو متقاعدو پوځي مشرانو ویلي وو چې په افغانستان کې په تېرو ۲۰ کالونو کې د امریکا د پوځي حضور په مهال پرېکړې له دغه هېواد څخه د ځواکونو د کړکیچن خروج لامل شوې. دوی دواړو ټېنګار وکړ چې د جوبایډن حکومت هم د ځواکونو د وتلو په ماموریت کې تېروتنې کړي‌ دي.

جمهوریت غوښتونکي استازي او په خاص ډول د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال تل د بایډن حکومت له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو په بحران زېږوونکې وتنې انتقاد کړی.

خو دموکرات استازي‌ ټېنګار کوي چې دا مسئله دې د بېلا بېلو حکومتونو د پرېکړو په اساس وارزول شي.

ولسمشر بایډن انتقادونه رر کړي او د وتلو ماموریت یې د امریکا په تاریخ کې بېساری بللی. هغه ویلي دي‌، که د دوحې تړون ته، چې د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ حکومت له طالبانو سره لاسلیک کړی و، ژمن پاتې شوی نه وای، امریکا به په افغانستان کې یوې بلې لویې جکړې ته داخله شوې وای.

له افغانستان څخه د امریکا د وتلو د څرنګوالي په اړه د متحدو ایالتونو د کانګرس تحقیقات روان دي او لا معلومه نه ده چې څومره وخت به ونیسي.

فورم \ دبحث خونه