شاته

امریکا مکسیکو سره سرحد کې د دیوال جوړولو قرارداد کوي

د متحدو ایالتونو حکومت په پام کې لري چې له مکسیکو سره په سرحد کې د دیوال جوړولو لومړنی قرارداد د اپریل په میاشت کې لاسلیک کړي.

د امریکا د ګمرکاتو او سرحدونو ادارې ویلي دي چې راتلونکې اونۍ به د دغه دیوال د ډیزاین په اړه د بیا رغونې شرکتونو او اشخاصو د وړاندیزونو منل پيلوي.

د ګمرکاتو او سرحدونو اداره چې د امریکا د کورني امنیت د وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي نه دي ویلي چې د سرحد له کومې برخې څخه به د دیوال د جوړولو چارې پیلوي.

خو د اټکل له مخې په پام کې نیولې شوې چې په څه باندې ۲۰۰۰ کیلیو مېتره سرحد کې دا دیوال جوړ شي.

د امریکا جمهور رئیس دونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د محافظه کارانو یوې غونډې ته وویل چې د دیوال د جوړولو کار به له مهالویش څخه مخکې پیل شي.

ټرمپ وايي د اټکل له مخې د دیوال په جوړولو شاوخوا ۱۲میلیارده ډالر لګښت راځي، خو د امریکا د کورني امنیت وزارت په یو راپور کې وړاندوینه شوې چې پر دیوال به څه باندې ۲۱ میلیارده ډالر لګښت راځي.

له مکسیکو سره د دیوال جوړول د ولسمشر ټرمپ د انتخاباتي کمپاین یو مهم شعار و. ښاغلي ټرمپ وايي دا د یوال ځکه دروي چې امریکا ته د ناقانونه کډوالو د راتګ مخه ونیول شي.

ځینو امریکايي او نورو سیاستوالو د ښاغلي ټرمپ دا کار غندلی او ویلي یې دي چې اوسنی عصر د ملتونو د پیوستون عصر دی نه د بیلتون.