شاته

افغان سیک او هندو ځوانان له کومو ستونزو سره مخ دي؟ 

سیکان او هندوان د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ژوند کوي، خو د روانې جګړې او ستونزو له کبله د نورو افغانانو په څېر دوی هم ډېر تاوانونه لیدلي.

هغوی چې وس یې بر شوی، امریکا، اروپا او هند ته تللي، خو هغوی چې په خپل وطن کې پاتې دي، وايي، هر وخت د نورو خلکو له خوا توهین کېږي او داسې احساس ورکول کېږي چې دوی د دې وطن نه دي او هند ته دې لاړ شي.

بجان سېنګ غریب نواز د کابل په شور بازار کې د عطرو او یوناني درملو دوکان لري.

نوموړی وايي، هره ورځ د خلکو خبرې اوري، خو لا هم په خپل وطن کې اوسي او هیله من دی چې یوه ورځ به دغه مشکلات حل شي.

تاندې څانګې پر فېسبوک وڅارئ: facebook.com/TandySangy

دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې پر دې انټرنټي ادرس هم موندلی شئ: pa.azadiradio.com

او د همایون هېواد پر دې برېښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ: hewadm@rferl.org

یادونه: "تاندې څانګې" د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې همایون هېواد جوړوي، دا خپرونه هره شنبې د دوه بجو او د سې شنبې په سهار د ۱۰ بجو په خپرونه کې خپريږي.

د تاندې څانګې دغه بشپړ خپرونه د (غږ) تڼۍ په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: