شاته

کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت: ملي پیوستون یو بریالی پروګرام و

په افغانستان کې د ملي پېوستون د پروګرام څوارلس کلن مزل په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.

د افغانستان د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر وايي، دغه پروګرام د سیمې او نړۍ په کچه يو بې ساری او بریالی پروګرام و.

نصیر احمد دراني د شنبې په ورځ په کابل کې د دغې پروژې د پای په مراسمو کې وویل چې د دغه پروګرام له لارې په ټول هېواد کې زرګونه پراختیايي پروژې پلې شوې چې پر حکومت يې د خلکو اعتماد لا غښتلی کړی دی.

ښاغلي دراني وویل چې د ملي پېوستون پروګرام د افغانستان د کلیو او بانډو بڼې ته بدلون ورکړ او د خلکو په ژوند کې یې هم مثبت بدلون راوست.

درانی: یاد پرورګرام د خلکو ژوند کې مثبت بدلون را وست.

درانی: یاد پرورګرام د خلکو ژوند کې مثبت بدلون را وست.

نوموړي زیاته کړه:

"د يو ډېر کامیابه پروګرام سره خدای پاماني کوو، که تاسو څوارلس کاله مخکې د افغانستان کلي او بانډې لېدلې وای او نن یې چې ګورئ هغه سره ډېر توپیر لري، په بشپړ ډول زموږ کلیو پراختیا موندلې ده، خلکو ته خدمات تر يو حده رسېدلي دي چې دا ټول د دغه پرواګرم د تطبیق پایله ده."

ښاغلي دراني وویل چې دغه ملي پروژې د کلیو د پراختیا ترڅنګ د فقر او بې وزلۍ په کمولو کې هم رغنده رول لوبولی دی.

د ملي پيوستون پروګرام څوارلس کاله وړاندې د افغانستان د حکومت لخوا د محلي حکومتوالۍ، د کلیو د بیارغاونې او د بې وزلۍ او لوږې د ختمولو په هدف پیل شوی وو.

په تېرو څوارلسو کلونو کې د دغه پروګرام له لارې ۸۶ زره بېلا بېلې پروژې د ۱،۵ میلیارده ډالرو په لګښت د ۳۴ موسسو او انجوګانو لخوا په ټول هېواد کې پلې شوې چې مالي امکانات یې د نړیوال پراختیایي بانک او یو شمېر مرسته کوونکو هېوادونو لخوا برابرېدل.

د ملي پیوستون د پرواګرام له لارې چې د تطبیق په برخه کې اویا فیصده ونډه خلکو اخیستې په ټول هېواد کې ۳۵ زره سیمه ییزې شوراګانې جوړې شوې چې د پروژو د پلې کېدو په برخه کې يې همکاري کوله.

د دغو پروژو له لارې په ټول هېواد کې ۵۳ زره کېلو متره سړکونه، سل زره د څښلو د اوبو منابع، شپیته زره تدریسي ټولګي، سل زره برېښنايي او د سولر د ستګاوې، سلګونه ټولنیز تالارونه او کلنیکونه جوړ او همدارنګه له يو میلیون هکتاره څخه ډېرې ځمکې د اوبو خور او کرنې لپاره اماده شوې.

په ورته وخت کې د ولایتي شوراګانو يو شمېر استازي وايي چې تر ډېره دغه پروژې بریالۍ وې خو يو لړ ستونزې هم لرلې چې په نوي پروګرام کې باید ورته پام وشي.

د لوګر د ولایتي شورا غړی حسیب الله ستانکزی وايي چې په لومړیو وختونو کې د محلي شوراګانو مشرانو په کارونو کې ناغېړي کوله خو وروسته دغه ستونزه هواره شوه.

نوموړي زیاته کړه:

"پخوا داسې وې چې د ملي پیوستون لخو شوراګانې جوړې شوې په هغه کې ځېنې ستونزې وې چې اختلاس هم کېده او خپل کسان يې هم په کې ځای په ځای کول او ارقام یې هم سم نه ورکاوه، خو تر ډېره حده پورې کې ښه کار شوی دی."

په همدې حال کې د ملي پيوستون د پروګرام له پای ته رسېدو سره سم د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت وايي چې د وګړو د تړون يا «میثاق شهروندي پروګرام» چې د دغه پروګرام ځای به نیسي ډېر ژر پېل شي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې د وګړو تړون پروګرام د وزارتونو ترمنځ او څو سکټوري لومړنی پروګرام دی چې د دې پروګرام چلوونکي وزارتونه به په خپلو کې په همکارۍ او نېږدیوالې کې خپل فعالیتونه له هغې لارې ترسره کړي.

راپور: واصل وصال