BBC
 شاته

"امريکا بايد پاکستان ته ټولې پوځي او مالي مرستې ودروي"

ټايمز اف انډيا:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دغه پخوانی امریکايي چارواکی وايي، امریکا باید د اړتیا پر مهال اسلام اباد ته د نورې سزا ور کولو لپاره چمتو وي.

هندۍ ورځپاڼې ټايمز اف انډيا د امريکا د دفاع وزارت يوه پخواني سلاکار نظر راخيستى چې وايي امريکا بايد نور د پاکستان په لاسونو کې ونه لوبېږي او دغه هېواد ته ټولې پوځي او مالي مرستې ودروي.

کريستوفر دي کولندا چې له ٢٠٠٩ م کاله تر ٢٠١٤ م پورې د پنټگان يو مشر سلاکار و د "هېل" په نامه د امريکا يوې نوموتې سياسي ويبپاڼې ته افغانستان کې د پاکستان دوه مخې تگلارې په اړه په خپله ليکنه کې ليکلي:

امريکا بايد د اړتيا پر مهال پاکستان ته د لا ډېرو نورو سزاگانو ورکړې لپاره چمتو وي، ځکه اوسني اقدامونه به پاکستان اړ نه کړي چې د افغان طالبانو پر ضد گام واخلي.

ليکوال زياتوي امريکا بايد په دې پوه شي چې په افغانستان کې نور د هند، پاکستان، ايران او نورو د گټو سيالي نشي زغملى او پر امريکايي چارواکو غږ کوي چې په افغانستان کې د سيمې هېودونو د نه لاسوهنې په بدل کې په سيمه ييزو لوبو کې د افغانستان د بې پرې اعلانېدو ملاتړ وکړي.

ایکسپرېس ټريبيون:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د چین په مرسته پاکستان ګوادر بندر جوړ کړ.

پاکستانۍ ایکسپرېس ټريبيون ورځپاڼه وايي، کابل لا نه دى چمتو چې له اسلام اباد سره ترانزيتي تړون پرېکند کړي، خو تاجکستان اوس په داسې يوه جلا تړون کې له دغه هېواد سره گډون ته زړه ښه کړى چې له افغانستان پرته پاکستان له منځنۍ اسيا سره تړي.

پاکستانيو چارواکو ورځپاڼې ته ويلي تاجکستان د چين، پاکستان، قرغزستان او قزاقستان ترمنځ څلور اړخيز ترانزيتي تړون کې د گډون غوښتنه کړې.

د تاجکستان دا غوښتنه څلورو سرو هېوادونو منلې او تاجکستان به د دغه هېواد د پارلمان له هوکړې وروسته رسما" د ياد څلور اړخيز تړون غړى شي.

دا څلور اړخيز تړون چې تاجکستان ته د گوادر په گډون د پاکستان نورو بندرونو ته د لاسرسي زمينه برابروي په ١٩٩٥ م کال کې لاسليک شوى.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترانزيتي تړون د دې لپاره ځنډېدلى چې افغان ولسمشر له پاکستانه هند ته د تلو لار غوښتې.

ورځپاڼه وايي پاکستان اوس په قراقروم لار د چين شينجيانگ او له هغه ځايه منځنۍ اسيا ته لار موندلی شي.

واشنگټن پوسټ:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان حکومت پاکستان د طالبانو او حقاني شبکې ملاتړی بولي، خو اسلام اباد دا تورونه ردوي.

واشنگټن پوسټ ورځپاڼې د اسوشېډ پرېس خبري اژانس يو مطلب راخيستى چې وايي افغان حکومت ښايي له ملگرو ملتونو وغواړي چې پر مشکوکو ترهگرو شبکو او ملاتړو يې بنديز ولگوي.

مطلب وايي دا پاکستان ته يوه پټه اشاره ده چې کابل يې د طالبانو او په تېره د حقاني شبکې پر ملاتړ تورنوي.

ورځپاڼې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د وياند څرگندونې هم را اخيستې چې وايي افغان حکومت اوس هم دې ته په انتظار دى چې پاکستان ورته د سپارل شويو مشکوکو اورپکو د نوملړ په اړه څه کوي.

ورځپاڼه وايي پاکستان هم افغان حکومت ته د ٧٦ مشکوکو اورپکو نوملړ ورکړى.