BBC
 شاته

د پاکستان هوايي کرښې الوتکه کې د اضافي سپرلیو وړل ومنل

د انځور حقوق .
Image caption چارواکي وايي، تر پلټنې وروسته به د پېښې عاملانو ته سزا ور کړي.

د پاکستان نړیواله هوايي کرښه دا پلټي چې څنګه یې یوه الوتکه کې له دغه هېواد تر سعودي عربستان اووه کسان له ټاکلي شمېر ډېر وړي وو.

د دغې الوتنې لپاره د پاکستان نړیوالې کرښې یا پي ای اې ۷۷۷ بوینګ الوتکه کارول شوې چې ۴۰۰ مسافرو ته څوکۍ لري، خو د کارکوونکو لپاره یې ۱۴ څوکۍ شته چې جمپ سېټونه ورته وايي، مګر په دغه الوتکه کې ۴۱۶ کسان لېږدول شوي دي.

دغه هوايي کرښه وايي، د جنورۍ پر ۲۰ په الوتکه کې ټولې څوکۍ ډکې وې او دغه کسان له پاکستان تر مدینې منورې پورې په ولاړه الوتکه کې لېږدول شوي دي.

* بې پیلوټه الوتکه کې به سفر وکړئ؟

* الوتکه کې مار د اماراتو پرواز لغوه کړ

* چین تر ټولو لویه 'وچ اوبۍ' الوتکه جوړه کړې

د بي بي سي د اسنادو له مخې د الوتنې مشر انور عادل په الوتکه کې د ډېرو کسانو شتون تایید کړی، خو د کیبین او الوتنې اړوند مسوولیت یې پر نورو کارکوونکو اچولی دی.

هغه ویلي چې اضافي کسان د الوتنې خدمتونو په څانګه پورې تړلي او ده له اوله پر جمپ څوکیو د هغوی له کېنولو انکار کړی و.

هغه دا هم ویلي چې د الوتکې تر پورته کېدلو وروسته چې کله دی له خپل ځای بهر شو نو یو بل کارکوونکي خبر کړ چې په الوتکه کې اضافۍ سپرلۍ ده، خو دی یې د الوتکې د دروازې تر تړلو پورې خبر کړی نه و.

د انځور حقوق AFP
Image caption بویینګ ۷۷۷ الوتکه ۴۰۰ سپرلۍ او ۹ کارکوونکي لېږدوي، خو په دغه الوتکه کې ۴۱۶ کسان لېږدول شوي دي.

د یادولو ده چې د الوتکې د دروازې تر تړلو مخکې کارکوونکي سپرلي شمېري، نمبر کاغذ ترې اخلي او بیا دروازه بندوي.

نوموړي دا هم ویلي چې په کراچۍ کې د دغو کسانو د کوزولو لپاره ناستې ډېرو سونتوکو ته اړتیا درلوده او دا د هوايي کرښې په ګټه نه وه.

* تر '۲۰۲۰' پورې د مسافر ژغورنې بې پیلوټه الوتکه جوړېږي

* د برتانیا هوايي ځواک جیټ الوتکو د پاکستان الوتکه کښته کړې

* شیلیا یوه پېغله څنګه په الوتکه کې د ښځو له قاچاقبر وژغورله؟

د پاکستان نړیوالې هوايي کرښې ویاند دانیال ګیلاني بي بي سي ته ویلي، چې د دې مسلې څېړنې روانې دي او د مسوولو کسانو پرضد مناسب ګام پورته کېږي.

کله چې وپوښتل شو، دا څېړنې به څومره وخت ونیسي، ویې ویل چې وخت ټاکل یې ممکن نه دي.

تېر ډیسمبر د پښتونخوا په چترال کې د پاکستان یوه الوتکه وغورځېدله او ټولې ۴۸ سپرلۍ یې ووژل شوې.

د انځور حقوق AFP
Image caption د تېر ډیسمبر پر ۷ په چترال کې د پاکستانۍ الوتکې د غورځېدلو له امله ټوله سپرلي ووژل شوه.