شاته

وسلوالو په کابل کې پر يوه مېلمستون او لوژستيکي مرکز حمله کړې

په کابل کې پر يوه مېلمستون او لوژستيکي مرکز د لارۍ موټر په وسيله بمي چاودنه شوې ده.

لږ تر لږه څلورو وسلوالو پر دغه کمپاونډ چې تر ډېره بهرنيان ورڅخه استفاده کوي، حمله کړې او وروسته يې له افغان امنيتي ځواکونو سره وسلواله نښته کړې ده.

افغان امنيتي سرچينې وايي، د کابل نړيوال هوايي ډګر په ختيځ کې وسلوالو د نارتګېټ هوټل د کمپاونډ په دروازه کې له درنې چاودنې وروسته په دې کمپاونډ کې جګړه پيل کړه.

د دې چاودنې ږغ د کابل په زياتو برخو کې اورېدل شوى او تر پېښې وروسته د کابل پر زياتو برخو برېښنا پرچاو شوه.

وسلوالو طالبانو د حملې مسووليت منلى دى.

په دې جګړه کې د تلفاتو د دقيق شمېر په اړه لا راپور نه دى ورکړل شوى دى.

د ناټو تر مشرۍ لاندې د قاطع ملاتړ د ماموريت يوه وياند وويل، چې دغه ماموريت د وضعيت ارزونه کوي.