شاته

پاکستان له بلوچستان نه پنځه سوه افغان کډوالې کورنۍ په زور کندهار ته شړلي.

سیمه ییز مقامات وايي چي له بلوچستان صوبې څخه د کندهار سرحدي ولسوالۍ ښورابک ته را شړل شوي کډوالې کورنۍ د افغانستان د بیلا بیلو ولایتونو اوسیدونکي دي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چي ولایتي ادارې سیمي ته یو پلاوی لیږلی تر څو په دقیق ډول د دغو کډوالو کورنیو اصلي ولایتونه معلوم کړي.نوموړي زیاته کړه چي د ښورابک په ولسوالۍ کې یادې کډوالې کورنۍ د سرپناه په ګډون د لمړنیو خوراکي توکو اړتیا هم لري چي ولایتي اداره له مرسته کونکو ادارو سره په ګډه دغو کورنیو ته د مرستې رسولو په هڅه کې ده.

ښاغلی خپلواک وايي«د پاکستان د حکومت له لوري را شړل شوي کډوالي کورنۍ د ولسوالۍ په سرلټ ، نوشکي ،شیراني او سابان سیمو کې ځای پر ځای شوي ، دا ټول زموږ افغانان دي چي را شړل شوي او موږ د خوراکي او غیري خوراکي موادو په ګډون د کومک رسولو په هڅه کي یو چي ژر تر ژره يې سیمي ته ولیږو)).

ښورابک ولسوالي د کندهار په جنوب کې په ۱۸۰ کیلو میتري کې له ډیورنډ کرښې سره د بلوچستان صوبې ته نږدې پرته سیمه ده.یادې ولسوالۍ ته له کندهار څخه غځيدلې ځمکنی لار خامه او ۲ ورځي وخت نیسي.

د کندهار د سپين بولدک او د چمن تر منځ د ډیورنډ پر کرښه در وازه هم د هراز تګ راتګ پر مخ تړل شوې

د کندهار د سپين بولدک او د چمن تر منځ د ډیورنډ پر کرښه در وازه هم د هراز تګ راتګ پر مخ تړل شوې

د ښورابک ولسوال عبدالنافع ثنا امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چي د پاکستان د حکومت له لوري په زور د را شړل شويو افغان مهاجرینو له کورنیو څخه ځیني يې دم ګړۍ د سیمي له ځايي کورنیو سره اوسیږي او په هره برخه کې ډيری اړتیا وي لري.نوموړي زیاته کړه چي ولایتي مقاماتو ته يې پدې اړه خبر ور کړی او د هغوی اړتیا وي يې ورته په ګوته کړي.

پاکستاني مقاماتو پدې اړه کومه تبصره نده کړې.

دا لمړی ځل دی چي د پاکستان حکومت پدغه شمېر کې افغان کډوال په زور له خپلي خاوري څخه شړي خو تر دې مخکې د تیري یوې اونۍ په ترڅ کې د پآکستان په بیلا بیلو ښارونو کې د لس ګونه افغان کډوالو د نیول کیدو په اړه په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت خپله اندېښنه ښودلې.له تیري اونۍ راهیسی د کندهار د سپين بولدک او د چمن تر منځ د ډیورنډ پر کرښه در وازه هم د هراز تګ راتګ پر مخ تړل شوې.

د سپین بولدک د سرحدي ولسوالۍ کمیسار سمونوال محمد علي داوري امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چي له پاکستاني لوري سره يې د د روازې د خلاصون په باب نن هم په رسمي ډول اړیکه نیولې خو مثبت جواب يې ندی تر لاسه کړی.

پاکستان له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه خپلي دروازې په سند ایالت کې د لال شهباز قلند په زیارت کې تر ځان وژونکې حملې وروسته تړلي او علت يې هم دا ګڼی چي د خپل امنیت لپاره يې پدې کار لاس پوري کړی خو افغان لوری يې پردې اقدام نیوکه لري.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي