شاته

پاکستان کې پټرول نور ګران کړل شوي

پاکستان کې یو لیټر پټرول څلور روپۍ او ۱۳ پېسې ګران کړ‎ل شوي دي او د یو لیټر پټرولو قیمت 279.75 روپو ته رسېدلی دی.

د ډیزلو بیعه په خپل ځای ساتل شوې دہ بدلون پکې نه دی شوی. یو لیټر ډیزل په 287.33روپۍ دي.

د خزانې وزارت ویلي، د تېلو او ګېسو د انتظام ادارې (اوګرا) په سپارښتنه یې پټرول ګران کړ‎ي او نوی قیمت به یې د نن نه عملي وي.


له دې وړ‎اندې پاکستان کې د عامو انتخاباتو پس د تېلو او ګېسو بيعې سېوا کړل شوې وې ، يو ليټر ډيزل اته روپۍ ‏‎37‎پېسې او پټرول دوه روپۍ او ‏‎37‎پېسې ګران کړل شوي ‏وو. دغه رنګ د ګېسو قيمتونه ‏‎67‎‏ فيصده زيات کړل شوي وو.‏

او له دغې مخکې په لومړۍ فرورۍ نګران حکومت هیواد کې د عامو انتخاباتو نه وړاندې د تېلو بیعې لوړې کړې او د یو لیټر پټرولو په نرخ کې یې 13 روپۍ ‏او 55 پیسې زیاتوالی اعلان کړی وو.‏

همدا شان د هاي اسپیډ ډیزلو په نرخ کې دوه روپۍ او 75 پیسې اضافه اعلان شوې وه.‏

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00