شاته

د ټرمپ د ملي امنیت نوي مشاور هم افغانستان کې کار کړی

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ هربرټ ریمونډ مک مسټر د ملي امنیت د شورا نوی مشاور وټاکه.

تر هغه مخکې مک فلن د ملي امنیت د شورا مشاور و چې د فبرورۍ په ۱۳ نېته له دندې لېرې کړل شو.

ښاغلی مسټر په افغانستان او عراق کې د کار سابقه لري او په اړه یې ویل کیږي چې د زړه او خولې خبره یې یوه او هره خبره په ښکاره کوي.

نوموړی د متحدو ایالتونو د کانګرس تاید او رد ته اړتیا نلري. ۵۴ مسټر د امریکا د متحدو ایالتونو د ویسټ پاینټ له نظامي پوهنتون څخه فارغ شوی او په پوځي چارو کې د دکتورا سند لري.

نوموړي د پوځي چارو یو مفکر او تګلاره جوړونکی بلل کیږي. خو ځیني حیرانه شوي چې داسې یو کس، چې تل سپینه خبره کوي، څنګه به له سپینې ماڼۍ سره وخت تېر کړي.

مګر په خپله ولسمشر ټرمپ هغه وستایه او وویل "په پوځ کې هر څوک د هغه درناوی کوي، موږ ویاړو چې هغه لرو هغه یو زیرګ او تجربه کاره شخصیت دی".

خو رویټرز وايي د ځینو نورو مسایلو تر څنګ، ښايي له روسیې سره روابط به یوه بله هغه مسئله وي، چې جنرال مسټر او ولسمشر ټرمپ به يې په اړه د نظر اختلاف ولري.

هغه تقریبآ د امریکا د ټولو پوځي مبصرینو سره یوه خوله دی چې روسیه د امریکا لپاره یو احتمالي خطر ده په داسې حال کې چې د امریکا د ملي امنیت مخکنی مشاور، میک فلن، په دې باور و چې روسیه د امریکا يوه ښه ملګرې کېدی شي.

په خپله ښاغلي ټرمپ هم له روسیې سره د ښو اړیکو د لرلو هېلې ښودلي دي.

په همدې حال کې جمهوري غوښتونکي جان مکین ولسمشر ټرمپ په دې انتخاب باندې ستایلی او ویلي یې دي چې هغه تجربه کاره شخصیت دی.

د امریکا د ملي امنیت مخکنی مشاور د فبرورۍ په ۱۳ نېټه له هغه وروسته له دندې لېرې کړل شو چې د راپورونه له مخې د ولسمشر لومړي مرستیال، مایک پینس، ته یې د روسیې له سفیر سره تر ملاقات مخکې، پر مسکو د امریکا د بندیزونو په اړه، غلط معلومات ورکړي وو.