شاته

په ملگرو ملتونو کې د روسیې سفیر ناڅاپه مړ شو

په ملگرو ملتونو کې د روسیې استازی ویتالي چورکین نن دوشنبه په نیویارک کې ناڅاپه مړ شو.

د روسیې رسنیو په نیویارک کې د هغه هیواد د استازي مړینه تائید کړې ده. ویتالي چورکین ٦۴ کلن و او د سه شنبې په ورځ ٦٥ کلن کیده. هغه د ٢٠٠٦ کال راهیسي په ملگرو ملتونو کې د روسیې سفیر و.

د ویتالي چورکین د مړینې د خبر له خپریدو وروسته په ملگرو ملتونو کې د هغه همکارانو او ملګرو د هغه په ناڅاپي مړینه حیران او خپگان یې څرگند کړی دی.

د بریتانیا سفیر ماتیو ریکرافت په پخل ټویټر کې لیکلي دي " کله چې مې د ملگري او همکار ویتالي چورکین د مړینې خبر واورید، حال مې خراب شو".

په ملگرو ملتونو کې د سویډن استازي ولووف سکوگ هم په ورته توگه خپگان ښودلی او لیکلي یې دي "د خپل گران همکار ویتالي چورکین د مړینې د خبر په اوریدو هک پک شوم."

د ملگرو ملتونو د عمومي غونډې رئیس پتر توماس په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې دی ددې خبر په اوریدو "سخت متاثر شوی". د هغه په وینا "روسیې او ملگرو ملتونو یو رښتنیی زوی او نړیوال زیرک شخصیت له لاسه ورکړ."

ویتالي چورکین د ١٩٥٢ کال د فبرورۍ په ٢١ په ماسکو کې زیږیدلی و. کله چې ځوان و، لږ تر لږه په دریو فلمونو کې یې کار کړی و چې دوه یې د ولادیمیر لینن په هکله وو.

وروسته بیا هغه د مسکو د نړیوالو اړیکو له دولتي انستیوت نه فارغ شو او بیا یې د پخواني شوروي اتحاد د دیپلوماسۍ له اکاډمۍ نه په تاریخ کې پروفیسوري واخیسته.

هغه په ١٩٧۴ کې د د روسیې د بهرنیو چارو په وزارت کې د دیپلومات په توگه دنده پیل کړې وه. تراوسه د هغه د مرګ علت لا معلوم نه دی.