شاته

طالبان وايي په خوست کې یې یو ډله ایز قبر موندلی

په افغانستان کې طالب مقاماتو د دوشنبې په ورځ فبروري ۱۲ (سلواغه۲۳) وویل چې د خوست په ولایت کې یې یو ډله ایز قبر موندلی دی او ګمان کېږي د پخواني شوروي اتحاد له ملاتړه د برخمن افغان حکومت د وخت وي.

د خوست ښاروال بسم الله بلال وویل چې کارکوونکو د دغه ولایت په مرکزي سیمې کې د اوبو د یو کوچني بند د جوړولو په مهال دا قبر وموند.

بلال وویل: «په دغه قبر کې حد اقل ۱۰۰ جسدونه موندل شوي، چې د ابتدايي معلوماتو په اساس، دا خلک چې په ۱۳۵۸ کال کې وژل شوي، دلته غورځول شوي دي.»

سیمه ایزو مقاماتو ویلي دي چې دا ډله ایز قبر په ۱۹۷۸ میلادي کال کې د کودتا له وخت څخه دی. د سیمې یو اوسېدونکی سلام شرفي وایي چې پلار یې هماغه وخت ورک شوی او لا هم موندل شوی نه دی.

هغه وویل: «په ۱۳۵۸ کال به کمونستانو خلک دلته راوستل او د محکمې له حکم پرته به یې بې رحمانه شهیدان کول. تاریخ به دا ظلم هېر نه کړي.»

دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې داسې ډله ایز قبر موندل کېږي، تر دې مخکې هم په کابل، بلخ، بامیان، کندهار، سرپل او پروان کې دا ډول قبرونه موندل شوي دي.

د راپورونو په اساس، په بېلابېلو دورو کې حکومتونو خپل مخالفان له وژل کېدو وروسته په ډله ایز ډول ښخ کړي دي.

یوه کمېته ټاکل شوې ده چې په دغه ډله ایز قبر کې موندل شوي جسدونه او هډوکي انتقال کړي، د سیمې خلک هم د ښاروالۍ له کارکوونکو سره مرسته کوي.

د سیمې یو بل اوسېدونکي مدیر منګل وویل: «هېڅوک نه پوهېږي چې دا شهیدان څوک دي. ټول دلته ښخ شوي دي او موږ یې د هډوکو په اېستلو کې مرسته کوي.»

د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر په میاشت کې د کندهار په سپین بولدک کې هم یو ډله ایز قبر وموندل شو چې ۱۲ جسدونه په کې وو. په دې ولسوالۍ کې د مخکني افغان حکومت د پوځ او طالبانو ترمنځ سختې جګړې شوې وې.

فورم \ دبحث خونه