شاته

د مرمر ډبرو د صادرولو په خاطر له ترکمنستان سره تړون لاسلیک شو

د هرات د اقتصاد ریاست مسؤلین وايي چې له ترکمنستان څخه یو رسمي پلاوي د ولسمشر قربان قلي بیردي محمد اوف له خوا هرات ته راغلي و څو په دغه ولایت کې د مرمر ډبري نرخ، کیفیت او نوعیت معلوم کړي.

د دغه ریاست مشر عسکر اسعودي ازادي راډیو ته وویل، چې د مرمرین ډبرې د صادرولو په خاطر له ترکمنستاني پلاوي سره یوه شفاهي مقدماتي تړون هم وشو.

اوس مهال د هرات په صنعتي ښارګوټې کې شاواخوا ۴۰ د مرمرو کارخانې فعالیت لري.

د هرات مرمرینې ډبرې تر ډېره حده ایران او ایټالیا ته صادریږي.