شاته

ننګرهار کې ۲۲ داعش جنګیالي وژل شوي

حکومتي چارواکو د ننګرهار په کوټ او هسکې مېنې ولسوالیو کې د اسلامي دولت یا داعش د ۲۲وسله والو د وژنې دعوه کړې ده.

په ختیځ کې د ملي اردو قوماندانۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د "شاهین ۲۵ " ګ‌‌‌‌‌‌ډو پوځي عملیاتو په لړ کې یې د هسکې مېنې ولسوالۍ په ګورګورۍ او پاپین سیمو کې د ځمکنیو او هوايي بریدونو له امله یولس داعش وسله وال وژلي او نهه نور یې زخمیان کړي دي.

په اعلامیه کې لیکل شوي چې د کوټ په سی پای او باندر سیمو کې هم د ورته بریدونو له امله یولس داعش جنګیالي وژل شوي او یو بل له وسلواو مهماتو سره حکومتي ځواکونو نیولی دی.

د کوټ او هسکې مېنې په ولسوالیو کې د تېرو څلورو ورځو راهیسې داعش ضدي عملیات پیل شوي چې تر اوسه پکې د چارواکو په وینا لسګونه داعش جنګیالي وژل شوي او ځینې سیمې یې له دغې ډلې پاکې کړې دي.

د ننګرهار ولایت په شینوارو ولسوالیو کې په دې وروستیو کې د داعش ډلې فعالیتونه تر پخوا زیات شوي او اوس یې پر ضد حکومتي ځواکونو عملیات پیل کړې دي.

د ننګرهار د والي وباند عطا الله خوږیاڼی وايي چې په عملیاتو کې ملکي وګړي بچ دي او یو شمېر سیمې له داعش څخه پاکې شوې دي.

د سیمي اوسېدونکي له حکومت نه غواړي چې د ژوند خوندیتوب ته یې پام وکړي.

د ملي اردو چارواکو ویلي دي چې په دغو عملیاتو کې کډ امنیتي ځواکونه د داعش خلاف جګړې ته ورغلي دي.

د ننګرهار په ولایت کې د ملي اردو د څلورمې لېوا قوماندان محمد نسیم سنګین ویلي دي چې داعش ډله تر پخوا کمزورې شوې او اوس په اټکلیز ډول د څلورو او پنځوو سوو په شمېر کې داعش په ننګرهار کې شتون لري.

چارواکو ویلي چې د داعش خلاف په دغو عملیاتو کې ګټونکې سیمې به د سیمه ییزو پولیسو او پاڅونوالو پر مټ د تل لپاره وساتي او بیا ځل به پرې داعش هیڅکله حملې ونه کړي.