شاته

کوم افغان لوبغاړي به په ای پي ایل کرکټ سیالیو کې ولوبیږي؟

که یو خوا د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په نړیواله سویه ورځ تر بلې مخ په وړاندې روان دی او په نړیوالو درجه بندیو کې په لومړیو لسو ټیمونو کې ځای مومي او د اولې درجې د کرکټ ټیمونو سره د سیالیو فرصتونه ترلاسه کوي،نو ورسره د افغانستان د کرکټ ملي ټیم لوبغاړي هم په معنوي او مادي لحاظ گټې ترلاسه کوي.

د افغانستان د کرکټ مشهور لوبغاړی محمد نبي د کرکټ په درجه بندیو کې یو ورځنۍ لوبو کې د الراونډر لوبغاړو په صف کې دویممقام لري، په یو ورځنیو لوبو کې په بیټینگ کې لسم مقام او شل اوریزو کې په الراونډر لوبغاړو کې څلورم مقام دې افغان لوبغاړي سره دی. همداراز افغان لوبغاړی راشد ارمان په شل اوریزو لوبو کې په بالرانو کې پینځم مقام لري او محمد شهزاد په بیټسمینانو کې په اووم مقام ولاړ دی. محمد شهزاد د کال ٢٠١٦ دپاره د کرکټ د نړیوالې شورا لخوا د دویمې درجې هیوادونو نه د غوره بیټسمین د جایزې دپاره هم غوره شویدی.

دوي کې د کرکټ د ملي ټیم کپتان اصغر ستانکزی، محمد نبي، محمد شهزاد، دولت ځدران, راشد ارمان شامل دی.

دوي کې د کرکټ د ملي ټیم کپتان اصغر ستانکزی، محمد نبي، محمد شهزاد، دولت ځدران, راشد ارمان شامل دی.

همدا درې لوبغاړي محمد نبي ،محمد شهزاد او راشد ارمان تېر کال د بنگله دیش په تجارتي کرکټ سیالیو بي پي ایل کې هم د دریو مختلفو ټیمونو لخوا په پیسو واخیستل شول او ښه وځلیدل. دوي کې بیا محمد نبي او محمد شهزاد د پاکستان په تجارتي سیالیو پي ایس ایل کې هم د کویټې او پیښور د ټیمونو لخوا اخیستل شوي وو خو دا چې د پاکستان د پي ایس ایل سیالیو په ورځو کې افغانستان د کرکټ ملي ټیم زمبابوې ته هم سفر لري،نو دوي ونکړی شو چې دغو سیالیو کې برخه واخلي. افغان لوبغاړي محمد نبي تېر کال هم د کویټې د ټیم د یوه ځلیدلي لوبغاړي په توگه پي ایس ایل کې برخه اخیستې وه.

خو د کرکټ د په نړۍ د تجارتي سیالیو په حواله ستر او معتبر نوم د هند د ای پي ایل کرکټ سیالیو دی.ای پي ایل سیالۍد کال ٢٠٠٧ نه پیل شویدي او هر کال د اپریل او مي په میاشتو کې د هند په مختلفو میدانونو کې ترسره کیږي او د نړۍ مشهور لوبغاړي د مختلفو ټیمونو لخوا د زیاتو پیسو په مقابل کې لوبیږي. د کرکټ د هر مینه وال یو ارمان دا هم وي چې د ده د خوښې لوبغاړي د هند په ای پي ایل سیالیو کې برخه واخلي، چې دې کې د کرکټ افغان مینه وال هم شامل دي ،دوي هم غواړي چې د کرکټ په دغه نړیواله میله کې د دوي ملي لوبغاړي هم میدان ته ښکته او خپل کمال وښي.

د ای پي ایل سیالیو دپاره به بولي د فروري په شلمه نیټه د هند په بنگلور ښار کې ترسره کیږي

د ای پي ایل سیالیو دپاره به بولي د فروري په شلمه نیټه د هند په بنگلور ښار کې ترسره کیږي

د افغانستان د کرکټ د مینه والو دغه آرزو سږ کال پوره کیدونکی ده او دا هیله مندي هغه وخت پیدا شوه چې کله د هند د ای پي ایل د کال ٢٠١٧ دپاره لیسټ کې شاملو خارجي لوبغاړو نومونه راڅرگند شوو. د هند د ای پي ایل سیالیو دپاره چې کوم درې نیم سوه لوبغاړي د اکشن یا بولۍ دپاره لیست کې یاد شویدي هغې کې پینځه افغان لوبغاړي هم راغلي.چې دوي کې د کرکټ د ملي ټیم کپتان اصغر ستانکزی،پخوانی کپتان محمد نبي، د سر لوبغاړی محمد شهزاد، تیز توپ اچونکی دولت ځدران او ځوان لوبغاړی راشد ارمان شامل دی.

د کرکټ د مشهورې ویب پاڼې کریک انفو په وینا د دویمې درجې کرکټ ټیمونه چې کوم لوبغاړي دې لیست کې راغلي هغې کې محمد شهزاد او راشد ارمان دپاره پنځوس پنځوس لکه هندي روپۍ قیمت مقرر شویدی. دا لومړی ځل دی چې په یو وخت پینځه افغان لوبغاړي د هند په دغو سترو تجارتي سیالیو د ټیمونو مالکانو لخوا اخیستو دپاره بولۍ ته وړاندې کیږي.

د ای پي ایل سیالیو دپاره به بولي د فروري په شلمه نیټه د هند په بنگلور ښار کېترسره کیږي چې په نړیوال تلویزني چینلو به پهژوندۍ بڼه ښودل کیږي او د نورې نړۍ په څېر د افغانستان د کرکټ مینه وال به هم ورته په تمه وي چې د دوي کوم ملي لوبغاړی د ای پي ایل د ستورو په اسمان کې وځلیږي؟

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.