شاته

غني: د دولت مخالفین به له لوی ماتې سره مخامخ شي

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني، له دغه هیواد څخه د پخواني شوروي اتحاد د لښکرو د وتلو ۲۸ تلین په مناسبت په ارګ کې جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال، د دولت پر هغو وسله‌والو مخالفینو، چې پر وینا یې خپلواک او په اسلامي او افغاني روحیې سمبال دي، د سولې غږ وکړ.

د دلوې ۲۶مه نیټه چې له افغانستان څخه د روسي عسکرو د وتلو له ورځې سره برابره ده، نن په ارګ کې د لوړپوړو دولتي چارواکو او پخوانيو جهادي مشرانو په ګډون د یوې لویې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه.

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني دغو مراسمو ته په وینا کې وویل، له اسلامي حزب سره د سولې د موافقې لاسلیک ناراضه مجاهدینو ته زمینه برابره کړه، تر څو خپل هیواد ته راستانه شي.

ولسمشر غني وویل، تیرکال یې په همدې ورځ د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ پر اسلامي حزب او وسله‌والو طالبانو د سولې غږ وکړ، چې پر وینا یې د اسلامي حزب ورته لبیک ووایه، خو طالبانو خپل وسله‌‌‌وال مخالفت ته دوام ورکړ.

ښاغلي غني وسله‌والو طالبانو ته په خطاب وویل "هغه طالبان چې مستقل فکر کولی شي او د افغانیت او اسلامیت جذبه ورسره ده، په هغوی باندې یو ځل بیا آواز کوم، چې افغانستان د ټولو افغانانو مشترک کوری دی او راځئ په دې مشترک کور کې د خپلو نورو وطنوالو غوندې د عزت او ورورګلوۍ ژوند پیل کړو او په وراني کې یې نه، بلکې په ترقي کې یې برخه واخلئ."

ولسمشر غني وویل، په روان لمریز کال کې افغان ځواکونو د وسله‌والو طالبانو لوی بریدونه له ماتې سره مخ کړ او زیاته یې کړه "په راتلونکي کال کې که بیا هم د افغانستان دښمنان او باغیان په هوش رانشي، نو دا په پوره اطمینان سره وایم چې لا لویې ماتې به یې په برخه شي."

د افغانستان ولسمشر دغه راز، په روان کال کې افغانستان ته د یو میلینو افغان مهاجرینو راستنیدل د افغانانو د جهاد د تحقق یوه برخه وبلله او د جهادي ارزښتونو پر ساتنې یې ټینګار وکړ.

ولسمشر غني افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د اوس وخت مجاهدین وبلل او له پخوانیو مجاهدینو څخه یې وغوښتل، چې له افغان ځواکونو څخه ملاتړ وکړي.

غونډې ته د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال محمد یونس قانوني له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل، چې له تروریزم سره د افغان ځواکونو روانه مبارزه د کمونیزم پر وړاندې د پخوانیو مجاهدینو له جهاد سره برابره ده.

دغه راز په دې غونډه کې د پخوانیو مجاهدینو مشر عبدالرب رسول سیاف، مجاهدینو او جهادي ارزښتونو ته پر درناوي ټینګار وکړ او ویې ویل، یو شمیر رسنۍ د بیان له ازادۍ څخه ناوړه ګټه پورته کوي او جهادي شخصیتونو ته سپکاوی کوي.

ښاغلي سیاف په جهادي ارزښتونو او مجاهدینو تیری پر دین باندې تیری وباله او له ولسمشر غني څخه یې وغوښتل، چې د دغه راز رسنیو پر وړاندې جدي اقدام وکړي.

هغه وویل "موږ د بیان له آزادۍ څخه هرکلی کوو، خو د بیان آزادي باید د اصولو، او د دیني ارزښتونو او مبادي د پښو لاندې کولو لامل نشي. جناب رئيس صاحب، دا عذر ملت نه مني، چې وویل شي په اکثرو تلویزنونو باندې موږ برلاسي نه لرو، حتماً برلاسي لرئ، که وایئ چې نه یې لرو، موږ درسره یو، لږ تر لږه له ملي تلویزیون څخه یې پیلوو."

د پخواني شوروي اتحاد عسکر، چې ۹ کاله یې په افغانستان کې حضور درلود، د ۱۳۶۷ لمریز کال د دلوې میاشتې په ۲۶مه نیټه له افغانستان څخه ووتل.

د سرو لښکرو له وتلو وروسته هر کال دغه ورځ په افغانستان کې لمانځل کیږي.

د دې ورځې په مناسبت نن په ټول افغانستان کې عمومي رخصتي وه.