شاته

امریکا د ختیځي اروپا د امنیت لپاره سلګونه سرتېري واستول

پنځه سوه امریکایي سرتېري په ختیځې اروپا کې د ناټو سازمان د غړو هېوادونو د امنیت د لا تقویت لپاره د رومانیا د تورې بحیرې سرحد ته ورسېدل.

له دغو ځوکونو سره ټانګونه او نور پرمختللي پوځي تجهیزات هم شته دي.

په رومانیا کې د امریکا سفارت وايی چې د "جنګي ګوربت –عقابانو- " د لومړني غنډ اتم پلی کنډک به د رومانیا د ميهايل كوجالنيشينو په هوايي اډه کې دېره وي.

دا اډه د رومانیا په ختیځ کې ده او امریکايي ځواکونه به هم په دوره يي شکل خپله دنده ترسره کوي.

د امریکا سفیر هنزجي کلیم وویل دا پرمختګ د دې ښکارندوی ده چې "د متحدو ایالتونو او رومانیا قوي ستراتیژیکه ملګرتیا په وینا اوعمل دواړو کې ثابته ده."

نوموړي وویل چې د سرتېرو موجودیت " د اروپا په سویل ختیځ او د تورې بحیرې په سیمه کې د امنیت او ثبات په برخه کې زموږ ظرفیت لوړوي".

اسوشیتد پرس وايي د ناټو او مسکو اړیکې په ۲۰۱۴ کال کې، کله چې روسیې کریمیا خپله برخه وګرځوله او د روسیې پلوو اورپکو ننګه یې وکړه، خرابې شوې. ناټو له هاغه را ورسته په ختیځې اروپا کې تمرینات زیات کړل چې ایتلافیان يې ډاډه وي.

دا امریکايي ځواکونه داسې مهال رومانیا ته رسېدلي چې څو ورځې مخکې د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ د ناټو سازمان ته ډاډ ورکړ چې د ده حکومت به یې ملا وروتړي.

د هغه په اړه داسې انګېرنې وي چې شاید له ناټو سره د امریکا د تېر حکومت په څېر ښې اړیکې ونه پالي. خو ټرمپ د ناټو له ځینو غړو هېوادونو وغوښتل چې له دغه سازمان سره په مالي برخه کې لویه ونډه واخلي.

ولسمشر ټرمپ وايي دا مهال امریکا د دغه سازمان لویه مالې ملاتړې ده.