شاته

غور کې هغه پلار نیول شوی چې ۶کلنه لور یې سپین ږیري ته په نکاح کړې

د غور امنیتي چارواکي وايي، هغه پلار يې نیولی چې خپله ۶ کلنه لور يې د یوې اوزې، یوې بوجۍ وریژو او یوه اندازه چای او خوږو په بدل کې یوه سپین ږیري ته په نکاح کړې ده.

د عبدالکریم په نوم سپین ږیری چې ۶ کلنه نجلۍ يې ځانته نکاح کړې هم د پولیسو په توقیف کې دی.

د غور د امنيې قومندانۍ د جنايې جرمونو د ادارې سرپرست محمد عظیم وکیلي ازادي راډیو ته وویل، د دې قضيې دوسیه بشپړه او څارنوالۍ ته استول شوې ده.

د ۶ کلنې نجلې چې غریب ګل نومیږي پلارعبدالقادر د غور د دشت کهر ولسوالۍ په یوه جومات کې امام دی.

نوموړي تر دې مخکې ادعا کړې وه چې لور يې تښتول شوې ده.