شاته

محکمه: "د مینې ورځ" د پاکستانیت او اسلامیت ضد عمل دی

د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې تر ټولو عالي محکمې په هغه هیواد کې د مینې ورځ (ویلانټاین ډې) پر لمانځلو بندیز ولگولو.

د محمکمې په پریکړه کې راغلي دي چې پاکستان یو اسلامي هیواد دی او د مینې ورځ د اسلامیت او پاکستانیت ضد عمل دی.

محکمې د تصویري رسنیو د کنټرول ادارې (پیمرا) ته هم حکم ورکړی چې د مینې د ورځې په مناسبت د هر ډول تلویزیوني پروگرامونو پر جوړولو او پر چاپي خپرونو هم بندیز ولگوي.

د پاکستان د بشري حقونو د کمیسیون غړې زهره یوسف د محکمې پریکړه وغندله او دا یې یو خطرناک گام وباله.

زهره یوسف امریکا غږ ته وویل "کله چې دغه ډول فکر د هیواد د رسمي قضائیه ارگانونو لخوا تائید شي، ددې امکان ډېریږي چې سخت دریځه خلک به یې د لمانځنې د مخنیوي لپاره خپل سري گامونه واخلي".

په پاکستان کې د مدني حقونو فعالانو د محکمې پریکړه د سخت دریځو ډلو د افکارو تقویه کیدل بللي دي.

مدني فعاله فرزانه باري وایي "د ویلانټاین ډې مخالفت هغه خلک کوي چې د نجونو د تعلیم او ماشومانو ته د گوزڼ د واکسین مخالفت کوي".

هغه زیاتوي چې د قضا په شمول د پاکستان دولتي ارگانونه د سخت دریځو افکارو تر فشار لاندې دي.

په نړۍ کې تر ټولو ډېر گلان او چاکلیټ د مینې په ورځ پلورل کیږي.

په نړۍ کې تر ټولو ډېر گلان او چاکلیټ د مینې په ورځ پلورل کیږي.

ویلانټاین ډې هر کال د فبروری د میاشتې پر ١۴ نیټه لمانځل کیږي. په دې ورځ مئینان یو بل ته د گلانو گیډۍ، د مینې کارت، چاکلیټ او یا بل سوغات ورکوي.

په اروپا، امریکا او ډېرو نورو پرمختللیو هیوادونو کې په دې ورځ نه یوازي ځوانان بلکې میړه ښځې ته، ښځه میړه ته، او ماشومان خپلو ټولگیوالو او ښوونکو ته سوغاتونه ورکوي.