شاته

په موصل کې د داعش وروستۍ هڅې

مگر ځانمرگي بم اچونکي اوس په ختیځ موصل باندي حملي کوي په داسې حال کې چې په وسلو سمبال بې پیلوټه ډرون الوتکي يې په سرباندي بنگهارکوي.په بمي چاودنوکې دجمعی په ورځ لږترلږه (٥ ) تنه ووژل شول او تقریبآ (٢٠ ) تنه نور ټپیان شول. د امریکاغږ خبریاله ( هیدرموردک) له موصل نه پخپل رالیږلی رپوټ کې وایې،

«موږ تقریبآ یوه میاشت پخوا دغه رستورانټ ته د لومړی ځل لپاره په داسی وخت کې راغلو چې پرانستل شوی واوبي له شک نه یې شباهت لاره. داسی احساس کیده چې موصل بیرته خپل ځای نیولي دی.»

دغه سیمه تیره هفته په ختیځ موصل کې یوه له داسي سیمونه وه چې ډیره گڼه گونه پکې وه.دغه سیمه اوس داسې ښکارې. زما په رستورانټ تیره هفته ځانمرگی برید وشوچې نه یوازي خلک يې ووژل او ټپیان کړل بلکه روانی تآثیر ېې هم لاره.

مگر درو ځانمرگوبریدکونکو د جمعي په ورځ په موصل کې ددغه رستورانټ په گډون په ملکي سیموباندې حملي وکړي.

اود سیمي عسکر وايې، دوي یوبل کس چې بم اچونکې به وي او همدغه رازموټر چلونکی چې ټاکل شوي وه وېي چوي، وویشت اووېي واژه.

«موږ ټوله ورځ له ملکیانواوعسکرونه د خبرداري نارې اوریدلي چې وايي ترممکن حده پورې ځانونه پناه کړي او په ډله مه ودریږي.دوي وايې،د اسلامي دولت ډلي ډرون چې په وسلو سمبال دي او د تیري هفتي په نسبت په گڼ شمیر سره د ختیځ موصل په سر باندی الوتني کوي.»

عسکروايې، ډرون هره ورځ لږترلږه (٢٠) تنه زخمیان کوي چې اکثره يي ملکیان دي.