شاته

پاکستان ۶۰۰ زره افغان کډوال په زوره شړلي - راپور

د بشري حقونو د څار د نړیواله اداره وایي چې په پاکستان په تیر اوړي کې په زرګونو افغان ګډوال د هغوی د خوښي پر خلاف په زور له هیواد څخه افغانستان ته شړلي دي.

د بشري حقونو د څار نړیواله اداره وايي، پاکستان په تېر اوړي کې په غیري قانوني ډول او په زور شپږ سوه زره افغان کډوال ویستلي او بشري حقونو نقض یې کړی دی، چې د ملګرو ملتونو د مهاجرینو عالي کمشنرۍ هم خپل وطن ته د دغو افغانانو په ستنولو کې مرسته کړې ده .

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې د افغانستان څېړونکې پټریشیا ګوسمن په کابل کې له پاکستان نه د افغان کډوالو د شړلو په تړاوو د ۷۶ پاڼیز راپور د خپرولو په مهال وویل چې دغه هیواد د کډوالۍ ټول نړیوال اصولو تر پښو لاندې کړي او افغانانو سره یې د بد چلند له مخې کډوال له پاکستان نه شړلي دي او کډوالو راستنېدل په خپله خوښه نه وو.

ددې سازمان د راپور له مخې د ۲۰۱۶ کال د جولای له میاشتې شپږ سوه زره افغان کډوال په اجباري ډول پاکستان ویستلي چې پدوی کې ۳۶۵ زره یې هغسې کډوال دي چې له پاکستان سره ثبت وو.

د بشري حقونو د څار د ادارې د افغانستان څېړونکې پټریشیا ګوسمن وویل" پاکستان په ښکاره د بشري حقونو نقض کړی، ناوړه چلند یې کړی، کډوال یې مجبور کړي چې بیرته خپل هیواد ته لاړ شي. دا ښکاره سرغړونه ده".

د بشري حقونو د څار ادارې څېړونکې وویل چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ یا یو این ایچ سي ار چوپ پاتې کېدل ددغې ادارې د ماموریت په خلاف دی. مېرمن ګوسمن یو این ایچ سي ار باندې هم نېوکې وکړې، چې ولې له پاکستان نه د افغان کډوالو د اجباري شړلو په تړاوو چوپه خوله دي او دا کار رضاء کاره بولي.

مېرمن ګوسمن وویل" یو این ایچ سي ار چې راستنېدونکو ته زمینه برابروي، دا د دوی د ماموریت په خلاف دی. دوی د خوندیتوب ماموریت لري".

مېرمن ګوسمن وویل چې ځینو کډوالو ورته ویلي، چې د یو این ایچ سي ار له خوا د هر کډوال د راستنېدو په سر د څلور سوه امریکايي ډالرو ورکړه کډوال هڅولي چې د پاکستان له سرغړونو وتښتي.

د بشري حقونو د څار د سازمان دغې څېړونکې وویل چې د خپل راپور د چمتو کولو په مهال ورته افغان کډوالو ویلي، چې پاکستان افغان کډوال ځوروي، زنداني کوي. پولیس ترې رشوت اخلي. د افغان کډوالو ښوونځي تړي.

مېرمن ګوسمن وویل چې پاکستان په تېر اوړي کې یو زیات شمېر کډوال پدې خاطر له خپل هیواده په زور وشړل چې سیاسي ګټه له کډوالو واخلي.

هغې وویل چې افغان حکومت هغه ژمنې چې د کډوالو د راستنېدونکو سره کړې وي، پکې پاتې راغلی او راستانه شوو کډوالو ته یې زمینې ندي برابرې کړي.

د بشري حقونو د څار څېړونکې دا هم وویل چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې هم تمه ده چې په همدومره شمېر کې نور کډوال افغانستان ته په کډه کولو مجبور کړای شي.

د بشري حقونو د څار دا راپور پداسې حال کې خپریږي چې ټاکل شوې د راروانې چهارشنبې په ورځبه د افغانستان - پاکستان او یو این ایچ سي استازي په یوهار درې اړخیزه ناسته کې په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو د اوسیدانې د مودې په غځولو خبرې وکړي.

د بشري حقونو څار اداره وايي، چې دم ګړۍ ۱.۱ ملیون افغان کډوال په پاکستان کې دیره دي.

ددغه رپوټ په هکله په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ او د پاکستان د سفارت د نظر په ترلاسه کولو بریالي نشو.