شاته

امریکا او جاپان د شمالي کوریا د توغندي ازموینه وغندله

جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ جاپان ته ډاډ ورکړ چې د امریکا د متحده ایالاتو حکومت په سلو کې سل د خپل ستر متحد جاپان ترڅنگ ولاړ دی.

د جاپان صدراعظم شېنزو ابې د شمالی کوریا د توغندیو تازه ازموینه د شنبې په ورځ ناوخته په داسې حال کې محکومه کړله چې د متحده ایالاتو ولسمشر دونلډ ټرمپ ېې ترڅنگ ولاړ و.

دغه خبري کنفرانس دولسمشر ټرمپ د مارالاگو په کور کې په فلوریډا کې په بیړه راغوښتل شوی و. د جاپان صدراعظم شېنزو ابې وویل"د شمالی کوریا له خوانه د توغندیو تازه ازموینه په بشپړه توگه د زغم وړ نده. پکارده چی شمالي کوریا د ملگرو ملتونو د اړوندو پریکړه لیکونو سره سم عمل وکړي".

چپ اړخ ته، د امریکا ددفاع وزیر جنرال ماتېس د جاپان له صدراعظم شینزو ابې سره په توکیو کې د فبروري په دریمه ٢٠١٧م کال

چپ اړخ ته، د امریکا ددفاع وزیر جنرال ماتېس د جاپان له صدراعظم شینزو ابې سره په توکیو کې د فبروري په دریمه ٢٠١٧م کال

و لسمشر ټرمپ په دې اړه ډېره لنډه او سپینه وینا وکړله او وویل" زه یوازې غواړم چې ټول په دې مسله په پوره ډول پوه شي چې امریکا لهجاپان سره چې زموږ ستر متحد دی، سل فیصده ولاړه ده."

دغه دواړه مشران ډانلډ ټرمپ او شېنزو ابې د شنبی ټوله ورځ له یوبل سره د ولسمشر ټرمپ د مارالاگو په ډېر لوکس ځای کې یوځای ول.

ولسمشر ټرمپ د ادارې له پیل راهیسې دا لومړی ځل دی چې شمالی کورېا داسې ازموینه وکړله. دا آزموینه چې د یکشنبې د سهار په پنځه دقیقو کم اتو بجو وشوه او پر له پسې یې تند غبرگونونه را وپارول.

په همدې ترڅ کې د جنوبی کوریا ددفاع وزارت په ټینگه خبرداری ورکړ چې که کېم جانگ اون د شمالی کوریا مشر د اټومي توغندیو له پاروونکیو ازموینو نه لاس وانخیست، نو دهغه رژیم به په نیژدې آینده کې پخپله خپل ځان تخریب کړي.

د جنوبي کوریا د لویو درستیزانو په کمېټه کې د عملیاتو رئیس تورن جنرال جون دانگ جېن وویل " زموږ پوځ دیته چمتو دی چی د شمالی کوریا هرډول پارونې ته چې د جنوبی کوریا ملي امنیت ته خطر پېښ کړي ځواب ووايي".

هغه زیاته کړله چې شمالي کوریا غواړي په دې کار د ټرمپ ځوان رژیم له یو ازمېښت سره مخامخ کړي.

د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند هموویل چی سیول به شمالی کوریا په دې پوه کړي چې که دخپلوتوغندیو له پروگرم نه په بشپړه توگه لاس وانخلي نو رژیم ېې بقا نشي کولی.

د منځني واټن توغندی

د منځني واټن توغندی

رپوټ وايی دغه توغندي ٣١٠ میله فاصله ووهله او د جاپان په سمندرکې ولوېد. د متحده ایالاتوستراتیژیکې قوماندانۍ وویل چی شمالی کوریا امریکا ته گواښ نشي پېښولی.

شمالی کوریا تیرکال هم په غېرقانوني ډول اټومي ازموینه وکړله. سږکال د نوي کال په ورځ د شمالی کوریا مشر کېم جانگ اون وویل چی شمالی کوریا د خپلو توغندیو او اټومي وسلو د پروگرام وروستي پړاو ته رسېدلی ده.

په دې پروگرام کې قاره پیما بالسټیک توغندي شامل دي؛ خو یوشمېر لویدیځ ماهران په دې کې شک لري.