شاته

ټرمپ د مهاجرت په اړه نوی فرمان صادروي

د متحدو ایالتونو جمهور رئیس، دونالډ ټرمپ وایې چې د مهاجرت په اړه د نوي فرمان پر صادرولو غوړ کوي.

جمهور رئیس ټرمپ د جاپان له لومړي وزیر، شینزو آبې سره تر لیدنې وروسته په یوې مطبوعاتي غونډې کې وویل چې "د امنیتي ملحوظاتو له امله موږ چټک اقدام ته اړتیا لرو."

ټرمپ دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د امریکا یوې استیناف محکمې د هغه د مهاجرت فرمان پر ضد رایه ورکړې او ښايې چې د نهايي فیصلې لپاره یې ددغه هېواد ستره محکمه حکم صادر کړي.

ټرمپ ټینګار کوي چې په سترې محکمې کې به حقوقي دعوا وګټي.

سپینې ماڼې د جنورۍ پر ۲۷ د یو فرمان له لارې امریکا ته د کډوالو او د ایران، عراق، یمن، سومالیا، لیبیا، سوریې او سوډان د وګړو پر راتګ محدودیتونه ولګول.

ټرمپ ژمنه کړې چې روانې اونۍ کې به خپل فرمان تر بیا کتنې وروسته یو ځل بیا لاسلیک کړي مګر دا لا معلومه نه ده چې په نوي فرمان کې به کوم ډول محدودیتونه شامل وي.

د امریکا او جاپان پياوړی اتحاد

جمهور رئیس، ډونالډ ټرمپ جاپان ته ډاډ ورکوي چې هېواد یې د آرام سمندر د سیمې امنیت او سوکالې ته ژمن دی.

ټرمپ د جمعې په ورځ [فبرورۍ ۱۰] سپینې ماڼۍ کې د جاپان له صدراعظم شنزو آبې سره د کتنې پر مهال ژمنه وکړه چې له جاپان سره به د امریکا اتحاد پیاوړي کړي.

ټرمپ له توکیو سره د واشنګټن مشارکت د آرام سمندر په سیمې کې د سولې او ثبات بنسټ وباله.

ټرمپ وویل: "موږ [امریکا او چاپان] به خپلو ګډو ګټو ته د ودې ورکولو لپاره یو ځای کار وکړ چې په هغوي کې په سیمې کې د کښتیو تګ راتګ او د شمالي کوریا د توغندیو او اټومي ګواښ پر خلاف دفاع شامله ده."

د جاپان صدراعظم، هم د ټرمپ د خبرو په دوام ډاډ ورکړ چې "په سیمه کې د سولې او ثبات اساس د جاپان او متحده ایالتونو پیاړوی اتحاد دی. زه او ولسمشر به ددې اتحاد د پیاوړي کولو لپاره په ګډه کار وکړو."

آبې د لومړي ځل لپاره په نوامبر میاشت کې له ټرمپ سره په نیویارک کې ولیدل.

د انتخاباتي کمپاینونو پر مهال، جمهور رئیس ټرمپ د جاپان په ګډون د سیمې پر یو شمېر هېوادونو نیوکه کړې وه چې ګواکې د امریکا لخوا د دفاعې بودیجې لپاره زیاتې پسې نه ورکوي. جاپان د ټرمپ ددې دریځ له امله خوښ نه و.