BBC
 شاته

هنديان ولې په سرو زرو مين دي؟

هند کې خلک له سرو زرو سره یو ډول مینه لري. که فیسټیوال وي،که ډالۍ، ودونه او که مذهبي مراسم دوی ورته سر زر اخلي.

باور کېږي تر ۲۰ زرو ټنه سره زر د خلکو په کورنو، کاروبارونو او معبدونو کې دي.

خو دا ارزښت ناک توکی د دغه هېواد د وارداتو لګښت ډېروي. اوس حکومت خلکو ته وايي چې مرسته ورسره کوي خو په بدل کې دې یې هغوی دا سره زر ورکړي چې بیا وکارول شي او اقتصاد ته یې ګټه ورسېږي.