شاته

ایټالیه د لیبیا په با ثباته کیدو کې د روسيې نه مرسته غواړي

تراوسه پورې په روان کال کې (٩٥٠٠ ) تنه مهاجرد مدترانې له سمندرگې نه تیر شویدي چې دوه زره اولسم کال لا د پخوانه ریکارډ د ماتولو په لور څیخ شویدې. اروپايې اتحاد چې غواړې دغه بشري بهیر په وروکړي، لیبیاته ( ٢١٣ ) میلونه ډالر ورکړل چې امنیتی قواوي او ساحلې ساتونکي پري قوې کړې.

مگر ایټالیه غواړي چې د لیبیا د گډوډۍ د دائمی سیاسې حل لپاره دې نوې هڅې پیل شې.او د مرستې لپاره مسکوته سترگی په لار ده. د لیبیا څارونکې (ریکاردو فابیانی)

“دا مهمه ده چې روسیه ته بلنه ورکړل شې،په ځاې ددی چې دوې له خبرو نه وویستل شې ، د دوې سره دې سټراټیجیکې خبرې وشې او یوډول د ارتباط لاره دې پرانستل شې ځکه نو ښايی چې یوه ورځ پورته ولاړشې او ناڅاپه به درته معلوم شې چې روسیه اوس اساسې مشره ده یا په سیمه کې قدرت دې.”

لیبیا په طرابلس کې دحکومت سره یوځاې چې په بین المللی سطحه په رسمیت پیژندل شویدي،بیلابیلي ډلې او په ختیځ ښار توبروک د قدرت له مرکزنه اداره کوي. ددغه مرکزملاتړ جنرال خلیفه حافترکوي چې د روسيې ملاتړورسره دي.

د لیبیا د پاره د ملگرو ملتونو خاص استازي خوشبینی څرگنده کړیده چې دواړه خواوي به سره روغه جوړه وکړي.

“موږبه په باجرآته پریکړواو اقداماتو سره سیاسی حل ووینوچې په هغي سره به لیبیا د سولي، نیک مرغي او ثبات په لاره روانه شي. “

ایټالیه د روسيي مرسته غواړي چې سیالي ډلي سره یوځای کړي او بریتانیه پدي هفته کې د خپل ملاتړنخښي نښاني څرگندي کړیدي.د بریتاني د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن وايی:٣

موږ غواړو چې د دوي سره مرسته وکړو او د هیواد د ختیځ او لویدیځ ترمنځ یوه واقعي روغه جوړه وکړو.دا مهمه پوښتنه ده چې څنگه ددي ډاډ ورکړل شې چې حافتر په یوي طریقي سره د لیبیا په حکومت کې شامل شي.

د اروپايی اتحاد ځینی دولتونه ویریږي چې مسکوپه لیبیا کې نظامي اډه غواړي.مالټا چې د اروپايي شورا د رواني دوري ریاست په غاړه لري، خبردارې ورکړیدې چې کیداي شي د حافتر سره د روسيې ملاتړکورنې جنگ ته لمن ووهي.

“واقعآ هیڅوک نه پوهیږي چې روسیه له لیبیا نه څه غواړي.دوي تراوسه پوري د بهرني پالیسي نه گټه اخلي په خاصه توگه په منځنې ختیځ کې، دوي په خاصه توگه کوښښ کوي چې هره خالیگاه، هرځاي چې امریکايي په سیمه کې پریږدي، هغه ډکه کړي. “

فابیانی وايې، اروپا اوروسیه انتظار اوباسي چې که جمهوررئیس ډونلډ ټرمپ به د لیبیا په باره کې د امریکا پالیسي بدله کړي.

ټاکل شویده چې د ایټالیه د بهرنیو چارو وزیر ( انجیلینوالفانو)د خپل روسيې انډول سره په راتلونکی هفته کې په المان کې وویني او لیبیا به د دوي دخبرود جنډا په سر کې وي.