شاته

زابل کې د ځینو افغان ځواکونو پر ضد مظاهره وشوه

نن د شنبې په ورځ په سلګونو لاریون کوونکو د زابل ولایت د شهر صفا د په ولسوالۍ کې د کابل – کندهارلویه لاره د شپږو ساعتونو لپاره د افغان ځانګړو ځواکونو له خوا وسله والو مخالفانو سره د اړیکو په شک د دغې ولسوالۍ د یو شمیر کسانو د نیولو په غبرګون کې تړلې وه.

لاریون کونکو د وینا له مخې ځانګړي ځواکونه د ناسمو معلوماتوپر بنسټ د دې ولسوالۍ بې ګناه کسان نیولي دي.

د لاريون يوتن تنظيمونکي او د زابل د ولايتي شورا غړي حاجي محمد هاشم ګراني امريکاغږ اشنا ته وويل چې دوی له افغان حکومت څخه ددغې ستونزې د ژر حل غوښتنه کوي

ښاغلي ګراني زياته کړه چې له تيرو څلور اونيو راهيسې له کندهار څخه ځانگړي ځواکونه دې ولسوالۍ ته ورځي او د نا سمو معلوماتو له مخې بيګناه کسان نيسي او له ځان سره یې وړي.

د زابل د ولايتي شورا غړي وويل چې دا ډول عمليات د زابل د امنيتي ادارو په همغږۍ کې نه ترسره کیږي.

هغه ادعا وکړه چې په دغو عملیاتو کې د افغان حکومت ملاتړي او ولسي مشران نیول کیږي.

د زابل د ولایتي شورا د چارواکو د وینا له مخې د تیرې یوې میاشتې په اوږدو کې ۳۵ تنه مخالفو وسله والو سره د شک پر بنیاد د ناسمو معلوماتو پر بنسټ نیولي، چې د دغه شمیر تر شلو یې عدلي او قضایي ادرو ته استولي دي.

لاريون کونکو له حکومت څخه وغوښتل چي د ناسمو معلوماتو له مخي دي د شپنيو عملیاتو مخه ونيسي.

د زابل والي بسم الله افغانمل ستونزه تائد کړه او له امريکاغږ اشنا ته وويل چې له کندهار څخه شهرصفا ولسوالی ته د ځانگړو ځواکونو د ورتگ ستونزه يې د کندهار له چارواکو سره هم شريکه کړې خولاهم نده حل شوې.

د زابل والي وويل چې په شپنيو عملياتو کې د بي ګناه کسانو د زوريدو شکايتونه له تيرو دوو مياشتو راهيسې ورته رسيدلي.

د زابل د امنيت امر سمونوال غلام جيلاني فراهي امريکاغږ ته وويل چي د سهار د پيل راهيسې لاريون کونکو لار د د شپږو ساعتونو لپاره د ترافيکو پر مخ تړلې وه.

په شهرصفا ولسوالۍ کې د دې لاريون له کبله د کابل ـ کندهار پر لويه لار تر دوو سوه زيات مسافر وړونکي بسونه او بار وړونکي لاری بندې پاتې وې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي