شاته

لښکرګاه کې موټربم برید اوو تنه ووژل

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې موټر بم ځان وژونکې برید شوی او تر اوسه روغتون ته ۷ مړي او ۲۰ ټپیا ن وړل شويدي.

پېښه دوه نیمې بجې د لښکرګاه ښار د کابل بانک د څانګې مخ ته هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د ملي اردو عسکر او عامو خلکو له دغه بانک څخه خپل معاشونه اخیستل.

په هملند کې د میوند ۲۰۱۵ قول اردو قوماندان جنرال ولي محمد احمدزي امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل، په دې برید کې د ملي اردو درې منسوبین وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

په لښکرګاه کې ډاکټران وايي، چې د پیښې له ځایه اوه مړي او ۲۰ ټپيان روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک پېښه تاييد کړه او امریکاغږ اشنا رادیو ته يې وويل چې ځانمرګي برید کونکي خپل له چاویدونکو توکو ډک موټر د ملي پوځ له حاموي ټانګ سره جنګولی او چاودنه يې رامنځ ته کړې.

سنګین کې د ملکي تلفاتو د ادعا رد

د هلمند ملکي او نظامي چارواکو ویلي، چې ددغه ولایت د سنګین په ولسوالۍ کې تېره او وړمه ورځ په هوايي بمباریو کې د طالبانو مشران په نښه شوي او هیڅ ملکي تلفات دا هوايي بمبارۍ نه لري.

د هلمند د والي له دفتر نه په خپرې شوې خبرپانه کې راغلي، چې د سنګین د مجید په څلور لارې، د چناریانو او ماته لکړۍ په سیمو کې وژل شوي د طالبانو مشهور قومندانانو ددې ډلې وسله وال دي او د کومو ملکي وګړو او ماشومانو انځورونه چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي دي د هلمند د سنګین د وروستیو هوايي بریدونو نه بلکې د کوم بل ولایت او د بلې پېښې دي.

د هلمند د والي سلاکار توریالي همت امریکا غږ ته وویل "د سنګین په ولسوالۍ کې د ملکي تلفاتو په اړه هره ادعاء چې که طالبان یې کوي او که بل هرڅوک ولایتي اداره چمتو ده چې په اړه یې نورې پلټنې ترسره کړي".

د هلمند والي حیات الله حیات او ددې ولایت نظامي چارواکو په لښکرګاه کې خبریالانو ته ویلي، چې د سنګین بازار د طالبانو په هغو وروستیو چاودونو کې کنډواله شوی چې د درېیو پوستو د الوزولو لپاره یې د چناریانو له سیمې تونلونه ویستلي وو او یو زیات شمېر چاودیدونکي توکي یې الوزولي وو.

هلمندي چارواکو ویلي، چې د ځانګړو کوردیناتو په اساس د وسله والو طالبانو د راټولېدو په درېیو مهمو ځایونو کې ۶۰ وسله وال مخالفین د اتو طالب قومندانانو په ګډون وژل شوي دي.

هلمندي چارواکو ویلي، چې عمران، حاجي زلمی، شاکر، حسین، معتصم، ملا فاروق، جاوید او ځینې نور هغه طالب قومندانان وو چې لا اوس هم جسدونه یې تر خاورې لاندې دي.

د هلمند والي ویلي چې د سنګین ولسوالۍ له تېرو څو کلونو راهیسې د ولسوالۍ په شاوخوا درې کیلومټره کې ملکي وګړي نه اوسیږي او له پخوا د جنګونو له امله کډه شوي دي.

د هلمند چارواکو دا هم ویلي چې د مجید په څلور لارې سیمه کې چې ۱۳۰۰ متره له امنیتي پوستو لرې ده، د ملا صیاد او مخلص مرکزونه وو او په هوايي برید کې ملا رحمت له خپلو نهو وسله والو سره وژل شوی.

د چناریانو په سیمه کې بیا چې د سنګین له بازار ۷۰۰ متره لرې ده، په هوايي برید کې د طالبانو څلور قومندانان عمران، شاکر، حسین او حاجي زلمي په ګډون ۲۷ تنه وژل شوي دي او د ماته لکړۍ په سیمه کې بیا د ملافاروق په قرارګاه کې د جاوید قومندان په ګډون ۲۳ طالب جنګیالي وژل شوي دي.

د هلمند نظامي چارواکو ویلي، چې پدې سیمه کې ټول عملیات د ۲۱۵ میوند قول اردو په سوق او اداره کیږي چې د ناټو په مشرۍ د قاطع ماموریت یې هم برخه ده.

وړاندې تر دې داسې راپورنه ورکړل شوي وو، چې د هلمند په سنګین کې په هوايي بمباریو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، د ناټو په مشرۍ قاطع ماموریت په یو بیان کې د دغو ادعاو د څیړلو خبر ورکړی او ویلي دي چې تیره ورځ یې د هلمند د سنګین په ولسوالۍ کې د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو په مرکزونو یو لړهوايي بریدونه کړي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي