شاته

ارګ: تروریستانو سره د ځینو هیوادونو اړیکو سیمه د ګواښ سره مخ کړې

ارګ په پاکستان کې د افغان حکومت وسله والومخالفانو د پټنځاینو د شتون په اړه په افغانستان کې د امریکا او د قاطع ماموریت د قوماندان جنرال جان نکلسن، د تیرې ورځې څرکندونو ته په احتیاط غبرګون ښودلی او ویلي دي هغه هیوادونه چې دمخه یې تروریستي ډلو سره اړیکې لرلې دغه ډول سیاست څخه دې لاس واخلي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل چې د ځینو هیوادونو دا ډول سیاستونو سیمه د یو ګواښ سره مخ کړې ده.

ښاغلي مرتضوي وویل " د سیمې د هیوادونو په اړه د افغانستان سیاست ډیر څرګند دی، مونږ غواړو د سیمې د هیوادونو سره د دولتونو ترمنځ د اړیکو پر اساس اړیکې ولرو، هغه هیوادونه چې دمخه د تروریستي ډلو سره یې اړیکې لرلې او دا کار د دې سبب شو، چې سیمه د یو ګواښ سره مخ شي دا ډول سیاست بیا تکرار نه کړي، بلکې دولتونو ترمنځ د اړیکو پراساس د سیاست په رڼا کې د سیمې هیوادونه په دې وتوانیږي چې د دغې څپې او دغې پدیدې پر وړاندې مبارزه وکړي".

شاه حسین مرتضوي وویل، چې جمهوررئیس محمد اشرف غني تیره شپه د امریکا د جمهوررئیس ډونالډټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې د تروریزم څخه د ملاتړو هیوادونو او په سیمه کې د تروریزم د ګواښ په هکله هم خبرې کړي دي.

جنرال نکلسن تیره ورځ د امریکا د سنا د مجلس د وسله والو خدمتونو د جرګه ګۍ په استماعیه غونډه کې وویل چې د افغانستان جګړه د یو په ټپه دریدلي حالت سره مخ شوې ده.

هغه وویل چې ترهغې چې په پاکستان کې د طالبانو او د حقاني ډلې مشران خوندې او ازاد ګرځي، هغوی سولې خبرو ته نه حاضریږي.

جنرال نکلسن وویل چېپاکستاني چارواکو ورته د یوه باثباته افغانستان لپاره د امریکا په څنګ کې د دریدو ډاډ وکړی دی.

خو دغه امریکایي جنرال وویل چېتراوسه پاکستان په عمل کې په دې برخه کې څه نه دي کړي اوپه ځانګړې ډول د طالبانو او د حقاني شبکې د فعالیتونو په مهارولو کې تر اوسه د هغوی اقدامات لیدل شوي نه دي.

د افغانستان دفاع وزارت په پاکستان کې د هغو تروریستي ډلو د شتون په اړه چې په افغانستان کې جنګیږي د جنرال نکلسن څرګندونې تائیدوي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې په افغانستان کې روانه جګړه د دغه هیواد کورنۍ جګړه نه ده.

جنرال وزیري وویل " دا په بشپړه توګه څرګنده ده، تاسو وګورئ چې تروریستان افغانستان ته د کرښې له هغې غاړې راځي، په افغانستان د تروریستانو ستر مرکزونه نشته، په افغانستان کې د هغوی د روزنې مرکزونه نشته، تروریستان له کرښې بهر دي، د کویټې شورا، د پیښور شورا، د میرانشاه شورا، ملامنصور، اسامه بن لادن، ملاعمر دا ټول د کرښې بهر وو او دي او هلته خوندې پټنځایونه لري ".

پاکستان تراوسه د جنرال جان نکلسن او د افغانستان دفاع وزارت د ویاند څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلې، خو پاکستاني چارواکو د افغانستان په چارو کې د لاس لرلو او د افغان حکومت وسله والو مخالفانو سره د مرستې او ملاتړ په باب د افغان د چارواکو څرګندونې تل په کلکه رد کړي او ویلي دي چې په افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه هم ده.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دغه هیواد ته د ناټو د نورو عسکرو د اړتیا په اړه د جنرال نکلسن څرګندونو په باب امریکا غږ ته وویل چې افغان حکومت چې په دې هکله هره پریکړه وکړي دا وزارت یې عملي کولو ته چمتو دی.

د افغانستان د پوځي چاروځینې کارپوهان دا ګڼي چې دغه هیواد ته د نورو بهرنیو عسکرو لیږد به د افغان روانې جګړې د پای ته رسولو سره ډیره مرسته ونه کړي بلکې دا جګړه به نوره هم پیچلې کړي.

د افغان پوځ یو پخوانی جنرال عتیق الله امرخیل وایي، دې همدا ګڼي چې ناټو افغانستان ته د نورو عسکرو د لیږلو پر ځای دې د افغان پوځ پیاوتیا ته پاملرنه وکړي.

ښاغلي امرخیل وویل " امریکا څه کولی شي، څومره عسکر او دا ځکه چې امریکا او ناټو په افغاستان کې یو نیم لک عسکر لرل ، نه یوازې چې طالبان له منځه لا نړل بلکېپیاوړي هم شو او جګړه هم ټول هیواد ته وغځیده ".

جنرال امرخیل وایي، چې ښه او اسانه لار د افغان امنیتي ځواکونو تجهیز او په ځانګړي دول د افغان هوایي ځواک پیاوړتیا به په جګړه کې د وسله والو مخالفانو پر وړاندې افغان ځواکونه پیاوړي کړي.