شاته

افغانستان په اړه د ټرمپ د حکومت لمړنۍ څرګندونې

دا اونۍ د امریکا د نوي حکومت جګپوړو چارواکو د لمړي ځل لپاره او په رسمي توګه د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

افغانستان د امریکا په انتخاباتي کمپاین کې ځای نه درلود، خو په کابل کې د سه شنبې د ورځې د ځانمرگې حملې د غندلو په ترڅ کې د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر وویل چې د ملي امینت سلاکار میکل فلن خپل افغان سیال ته "د افغانستان نه زمونږ د دوامداره ملاتړ او زمونږ د ستراتیژیک شراکت" په اړه ډاډ وکړی دی.

د امریکا د دفاع وزیر جیم ماتیس هم د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره په تیلیفوني خبرو کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو په هکله خبرې کړي دي. پنتاگون وایي دواړه مشران "په نژدې راتلونکې کې بیا خبرو ته سترگې په لار" دي.

په واشنگټن کې د افغانستان سفیر حمدالله محب ته بیا دغه تماسونه ددې معنی لري چې د امریکا نوې اداره د ترهگرۍ سره په مبارزه کې د افغانستان سره همکارۍ او شراکت ته ارزښت ورکوي. هغه وایي "د نوی ادارې سره زمونږ اړیکې د یو قوي پیل په لور پرمخ ځي".

په واشنگټن کې د افغانستان دغه استازی ډاډمن دی چې "د ټرمپ اداره د افغانستان سره د خپل شراکت په ستر ارزښت د نړۍ په دغه حساسه سیمه کې د ترهگرۍ پر ضد په جگړه کې د یو قوي متحد د لرلو په اهمیت پوهیږي".

خو د ښاغلي ټرمپ د ادارې د بهرنۍ پالیسۍ یو شمیر منتقدین دغه "اړیکې دومره غښتلې" نه گڼي.

د نیویارک په پوهنتون کې د نړیوالې همکارۍ د مرکز رئیس لیکوال برنت رابین چې د افغانستان په اړوند یې څو کتابونه هم لیکلي دي وایي "ټرمپ په ماموریت باندې باور نه لري، خو د یوې مودې پورې به ځواکونه هلنته [افغانستان] کې پریږدي چې حکومت له پرزیدو څخه وژغوري".

ښاغلي رابین د امریکا غږ ته وویل " په متحده ایالاتو او د نړۍ په گوټ گوټ کې به د ټرمپ پالیسۍ امریکا ته د هرکلی کچه په تدریجي توگه راکمه کړي".

افغان حکومت په هیواد کې د سولې په ټینگیدو کې د پاکستان رول عمده گڼي، خو د ښاغلي رابین په وینا "هغه افغانان چې فکر کوي هغه [ټرمپ] به ددې لپاره چې پاکستان د افغانستان د حکومت ملاتړ وکړي د هغه هیواد په وړاندې جدي عمل وکړي، هغوی خپل ځان غولوي".

د نبراسکا په پوهنتون کې د افغانستان د څیړنو د مرکز رئیس شیرجان احمدزی بیا وایي "افغانستان په سیمه کې یواځنی هیواد دی چې د امریکا د متحده ایالاتو ملگری دی، او غواړي چې امریکایي ځواکونه هلته ځای په ځای اوسي".

دا چې ولې افغانستان د ټرمپ ادارې ته مهم دی شیرجان احمدزی زیاتوي چې " د هر هغه عمده گواښ په وړاندې چې له سیمې څخه را ټوکیږي او د هغه په وړاندې د ساحلي اډو یا د هند په سمندر کې د بیړیو او یا هم په ترکیه کې د خپلو قوا له خوا عکس العمل نه شي ښودلی، امریکا په افغانستان کې په پوځي حضور سره دا کار کولای شي".

په داسې حال کې چې څیړونکي او افغانان په افغانستان کې د امریکا د پالیسۍ عملي کیدو ته په تمه دي په واشنگټن د افغانستان سفیر وایي "زما مامورین او پخپله زه تل د کانگرس او د حکومت له غړو سره تماسونه لرو او د افغانستان په موضوعاتو ورسره بحث کوو".

  • 16x9 Image

    ایوب خاورین

    محمد ایوب خاورین د امریکا په نیویارک ایالت کې د سیراکیوز له پوهنتون څخه په نړیوالو چارو او بهرني سیاست کې ماستري اخیستي ده او اوسمهال په واشنگټن کې د امریکا غږ خبریال دی.

  • 16x9 Image

    عارف عثمانزوی

    عارف عثمانزوی د رادیو، تلویزیون او ویب ژورنالیست دی. د څه دپاسه څلور لسیزو راهیسې یې د افغانستان ملي رادیو تلویزیون، جرمني رسنیو، آزادۍ رادیو او د امریکا غږ په مختلفو برخو کې کار کړی.