
اسرایل باندې د حماس ډلې د حملې راهېسي شپږ امریکایي شهریان وژل شوي دي – خارجه وزارت
د امریکا خارجه وزارت د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې د اکټوبر په ۷مه نېټه اسرایل باندې د حماس ډلې د ناتار برید راهېسي، تر اوسه شپږ (۶) امریکایي شهریان وژل شوي دي.
په دغو وژل شوو کسانو کې پېنځه تنان یې د اسرایل په ځواکونو کې و چې څلور یې په غزه او یو یې د اسرایل په شمال کې وژل شوی دی، او شپږم امریکایي شهري د اسرایل د قامي سرحدي پولیسو اهلکار و.
په غزه کې هم ځیني فلسطینیان موجود دي چې امریکايي شهریت او یا د امریکا دایمي اقامه لري. د خارجه وزارت ویاند مټیو مېلر یو خبري کنفرنس ته وویل چې څه باندې دولس سوه (۱۲۰۰) وګړي چې امریکایي شهریت او یا هم د امریکا دایمي اقامه (ګرین کارډ) لري او د هغو د کورنۍ غړي لا هم په غزه کې ګېر پاته دي.
مېلر دا هم وویل چې تر اوسه پورې شاوخوا اته سوه (۸۰۰) امریکاییان، د ګرین کارډ لرونکي او د کورنۍ غړي یې د رفح سرحدي لارې غزې نه مصر ته اوړېدلي دي، حال دا چې "د ۱۲۰۰ نه لږ څه زیات لا هلته کې پاته دي."
بایډن ته د ډېموکرېټ سنېټرانو خط
امریکا کې یو شمېر ډېموکرېټانو د صدر بایډن نه چې پخپله هم ډېموکرېټ دی، غوښتي دي چې غزې ته د بشري امداد د رسېدو په سر دې په اسرایل باندې فشار راوړي.
دغو ډېموکرېټانو د ګل/دوشنبې په ورځ د امریکې د صدر جو بایډن نه وغوښتل چې اسرایل دې فوري ګامونو ته وهڅوي، په شمول د دې چې یوه لویه سرحدي دروازه دې بیا پرانیزي چې له هغه طریقه په غزه کې بې ګناه عوامو ته بشري مرستې ورسیږي.
یوې ډلې ډېموکرېټ سڼېټرانو بایډن ته په یو مشترک خط کې لیکلي دي: "د حماس د خطرې له منځه وړل او د عوامو تحفظ ځانګړي دوه اړخیزه مقاصد ندي. په حقیقت کې، عالمي انساني قانون دا لازمي ګرځوي چې په وسله والو جګړو کې دې عوامو ته تحفظ ورکړی شي."
دا خط سنېټر ټمي بالډوېن، سنېټر ټېم کېن، او سنېټر کرېس وان هولن لیکلی چې لږ تر لږه اته (۸) نورو سنېټرانو هم دستخط کړی دی. وایټ هاوس سمدستي په دې اړه د خبریالانو د پوښتنو څه ځواب ندی ورکړی.
Forum