
د شمالي غزې د روغتون ترڅنګ د اسرایل اؤ حماس سخته جګړه روانه ده
د ګل/دوشنبې په ورځ د غزې په شمال کې د یوه روغتون په شاوخوا کې سخته جګړه پیل شوې اؤ اسرایل د حماس د اورپکو پر ضد خپل عملیات لا پسې سخت کړي دي.
په غزه کې د حماس د روغتیا وزارت ویلي چې لږ تر لږه ۱۲ کسان هغه مهال ووژل شول چې یوه مرمۍ د اندونیزیایي روغتون په دوهم پوړ کې ولګېده.
د اسرایل پوځ وايي، له روغتون نه بهر پوځیانو پر وسله والو ځوابي ډزې وکړې، خو زیاته یې کړه چې د روغتون پر لور هېڅ مرمۍ نه ده توغول شوې.
د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې ریتنو مرسودي دغه برید غندلی او پړه یې پر اسرایل اچولې ده.
هغې په یوه بیان کې ویلي "اندونیزیا په غزه کې اندونیزیايي روغتون باندې د اسرایل برید په کلکه غندي چې یو شمیر ملکي وګړي یې ووژل".
د اندونیزیا وزیره وایي"دا برید د نړیوال بشردوستانه قانون ښکاره سرغړونه ده. ټول هیوادونه، په ځانګړې توګه هغه هیوادونه چې له اسرایل سره نږدې اړیکې لري، باید له خپل ټول نفوذ او توان څخه په استفادې له اسرایلوڅخه وغواړي چې خپل ظلمونه بند کړي".
د روغتیا وزارت ویاند اشرف القدره ویلي، شاوخوا ۶۰۰ ناروغان، ۲۰۰ روغتیايي کارکوونکي او اندونیزیایي روغتون څخه ۲۰۰۰ بې ځایه شوي کسان اوس د غزې په جنوبي سیمو کې پناه اخلي.
هغه وایي، «د (اسرایلي) اشغال موخه دا ده چې روغتون خالي کړي، لکه څنګه چې یې د غزې په ښار کې په الشفأ کې کړي وؤ.»
د غزې د سقوط شوي روغتیایی نظام لپاره یو څه راحت د دوشنبې په ورځ وروسته له هغې رسېدلی په لسګونو لارۍ له اردن څخه د تجهیزاتو سره د مصر څخه سیمې ته ننوتلې ترڅو په سیمه کې یو فیلډ هسپتال جوړ کړي.
د اردن دولتي رسنیو ویلي چې د خان یونس په جنوبي ښارګوټي کې به د هسپتال نوې وداني په ۴۸ ساعتونو کې فعاله شي.
سربیره پردې، اسرایل وايي چې دوی هره ورځ له مصر څخه غزې ته د شاوخوا 70,000 لیټره تېلو رسولو اجازه ورکوي، که څه هم دا تېل به د اړینو بشري مرستو لپاره خورا کم وي. مګر دا به د خلکو ته د خواړو په ترلاسه کېدو، په روغتونونو کې د جنراتورونو دفعاله پاتې کېدو ، د اوبو او روغتیا دساتنې دتاسیساتو ،د سرپناه او نورو مهمو خدماتو په لړ کې مرسته وکړي.
په عین حال کې، د اتوار/یکشنبې په ورځ د شفاء روغتون څخه ایستل شوي له وخت وړاندې زېږیدلي ۲۸ ماشومان مصر ته رسول شوي دي.
د اسرایل پوځ د یکشنبې په ورځ وویل چې د غزې په تړانګه کې په جګړه کې پنځه نور عسکر وژل شوي دي، چې له دې سره د جګړې له پیل راهیسې هلته د وژل شویو عسکرو شمیر ۶۴ ته رسیدلی دی.
پوځ وویل، ټول پنځه تنه د غزې په شمال کې وژل شوي، چیرته چې د دوی ځواکونه د حماس وسله والو پر ضد په ځمکنیو عملیاتو بوخت دي.
اسرایل د اکتوبر په اوومه د حماس د ځپلو لپاره خپل پوځي عملیات وروسته له هغه پیل کړل چې د حماس وسله وال د اکتوبر په اوومه جنوبي اسرایل ته ننوتل اؤ پخپلو بریدونو کې نزدې ۱۲۰۰ کسان ووژل.
د غزې روغتیايي چارواکي وايي، په غزه کې د اسرایل په پوځي عملیاتو کې د ۵۰۰۰ ماشومانو په ګډون تر ۱۳۰۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي.
ولسمشر جو بایډن د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې هغه په دې باور دی چې د حماس لخوا دیرغمل شوؤ کسانو د خوشې کولو لپاره به ژر یوه موافقه وشي، خو له نورو جزیاتو ورکولو یې ډډه وکړه.
په نیویارک کې میشته د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې ویلي چې د اکتوبر له میاشتې راهیسې په سیمه کې ۴۸ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي هم وژل شوي دي.
(د دې رپورټ ځېنې مواد دای پي ،رایټرز اؤ ای ایف پي خبري شبکو څخه اخستل شوي دي)
Forum