شاته

د بایډن ۸۱ کلن کیدل، د جمهوري ریاست انتخابات او د رایو ورکوونکو اندیښنې

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن دوشنبه نومبر ۲۰ (لړم۲۹) خپله ۸۱یمه کالیزه په سپینې ماڼۍ کې په ټوکو ولمانځله خو د جمهور رئیس عمر د امریکایي رایې ورکوونکو لپاره ټوکه نه بلکې اندیښنه ورکوونکي ده.

ښاغلي بایډن په سپیني ماڼۍ کې د خپلې ۸۱یمې کالیزې په مراسمو کې وویل،
" ۶۰ کلن کیدل ګران دي".

جو بایډن د متحده ایالاتو په تاریخ کې تر ټولو مسن جمهور رئیس دی او پداسې حال کې یې عمر د دیموکرات ګوند رایې ورکوونکو لپاره په اندیښنې بدل شوی چې هغه د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو لپاره ځان کاندید کړی.

که ښاغلی بایډن د ۲۰۲۴ کال انتخابات وګټي، د دویمې دورې په پای کې به ۸۶ کلن وي.

د جمهور رئیس بایډن سلاکاران هم په منظمه توګه په هغو کسانو انتقادونه کوي چې د هیواد سر اعلی قوماندان په توګه د ښاغلي بایډن د عمر په ډیروالي شک لري او پخپله بایډن بیا وایي چې د عمر سره عقل ډیریږي او دا موضوع جدي نه بولي.

خو د رایې ورکوونکو لپاره د بایډن عمر یوه اندیښنه ده.

په ټولنیزو شبکو کې د متحده ایالاتو دې مشر یوه ویډیو ډیره مشهوره شوې چې هغه پکې د امریکا د جمهور رئیس ځانګړې الوتکې (Air Force One) په زینو کې نږدې دی چې ولویږي او کله نا کله په خبري کنفرانسونو کې هم ګنګسوونکي ځوابونه ورکوي.

د بایډن لپاره لا بده دا ده چې رایې ورکوونکي عین اندیښنه د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په هکله نلري چې ډیر احتمال شته په ۲۰۲۴ کال کې به یو ځل بیا دواړه د جمهوري ریاست انتخاباتو کې مخامخ شي.

سره لدې چې ټرمپ ۷۷ کلن دی خو په تازه انتخاباتو مبارزو کې وینا پر مهال د هغه خوله هم غلطه شوې.

د بیلګې په توګه د همدې تیرې سپټمبر په میاشت کې ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی و چې متحده ایالاتو د دویمې نړیوالې جګړې په څوکه کې ولاړه ده – هغه جګړه چې په ۱۹۴۵ کال کې پای ته رسیدلې.

هغه تازه په یوې بلې وینا کې د هنګري صدراعظم ویکټور اوربان د ترکیې جمهور رئیس بللی و.

د نظر معلومولو یوه تازه سروې چې د جمهوري ریاست احتمالي کاندیدانو د عمر په هکله د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې او ABC تلویزیونې شبکې کړې، ۷۴ په سلو کې امریکایانو پکې ویلي چې بایډن د جمهوري ریاست دویمې دورې لپاره ډیر مسن وي پداسې حال کې چې دا رقم د ټرمپ په برخې کې ۵۰ په سلو کې دی.

خو سپینه ماڼۍ د نظر معلومولو دا ډول سرویګانې ردوي. دوي له یوې خوا تازه د دیموکرات ګوند بري یادوي او دا ټینګار هم کوي چې جو بایډن د ۲۰۲۰ کال جمهوري ریاست انتخاباتو کې هم ډونالډ ترمپ ته ماتې ورکړې وه.

جو بایډن په هغه وخت کې ۷۷ کلن و.

په یوې بلې سروې کې چې Yahoo/YouGov کړې، ۵۴ په سلو کې امریکایانو پکې ویلي چې جو بایډن د جمهور رئیس دندې پر مخ وړلو لپاره نوره وړتیا نلري.

په متحده ایالاتو کې د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست انتخابات د نومبر په میاشت کې کیږي چې د دیموکرات ګوند لخوا ورته برحال جمهور رئیس جو بایډن او د جمهوري غوښتونکي وروستی کاندید لا ندی معلوم.

سره لدې چې ډونالډ ټرمپ په ګڼ شمیر حقوقي او جنایي قضیو کې تورن دی او تر اوسه یې د دې ګوند د کاندیدانو په دوو مباحثو کې هم برخه نده اخیستې خو هغه بیا هم د جمهوري غوښتونکو په کاندیدانو کې تر دې دمه تر ټولو وړاندې دی.

فورم \ دبحث خونه