شاته

رپورټ: په سیاسي توګه د فعالو افغان مېرمنو په انلاین بڼه ویرول کېدل او په هدف کېدل زیات شوي

په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان طالبانو د بیا واکمنېدو راهسې په سیاسي توګه د فعالو افغان مېرمنو خلاف د انټرنېټ دلارې د نفرت خبرې، بدې ردې او د هغوی ویرول کېدل او په هدف کېدل زیات شوي دي. دا خبره په برطانیه کې مېشت د انساني حقونو تنظیم د ګل، دوشنبې، په ورځ شایع شوي خپل رپورت کې وکړه.

د انساني حقونو تنظیم سېنټر فار انفارمېشن رېزېلینس د افغان وېټنس نومې پراجېکټ يا منصوبې دلارې موندلي چې د کال ۲۰۲۱ د جون او د ډسمبر د میاشتو ترمنځ او د کال ۲۰۲۲ په هم دغه موده کې په انټرنېټ د ښځو په ضد د بدو ردو په پوسټونو کې ۲۱۷ فیصد اضافه شوې ده.

طالبانو د واکمنۍ راهسې انټرنېټ دلارې د ښځو د ځورول کېدو د تحقیقاتو په لړ کې افغان وېټنس یا افغان شاهد پراجېکټ په اېکس، پخواني ټوېټر، د پرتو معلوماتو تجزیه کړې کې او د شپږو افغان مېرمنو سره يې ژورې مرکې کړي دي.

د رپورټ ترمخه د ادارې تحقیق کوونکو په پښتو او دري ژبو کې د ۷۸۰۰۰ نه زیاتو هغو پوسټونو تجزیه کړې چې په سیاسي توګه قریباً ۱۰۰ افغان مېرمنو د اکاونټونو په اړه لیکل شوي وو.

افغان وېټنس سره مرکه کوونکو افغان مېرمنو وویل لوڅ پېغامونه او د جنسي تشدد او د مرګ دړکې ورکړی شوي دي.
د طالبانو د حکومت ترجمان سره په رپورټ د دریځ معلومولو په لړ کې رابطه ونشوه خو طالبان په عمومي توګه د ښځو په اړه د خپلو تګلارو دفاع کوي.

رپورټ موندلي چې د ښځو په ضد په بدو ردو کې د جنسي بې لاریتوب الزامات، په سیاسي توګه فعالې ښځې د مذهبي او ثقافتي دودونو خلاف ورزي کوي، دا الزام چې په سیاسي توګه فعالې ښځې د مغربي نړۍ اېجنټانې وي او دا چې بهر ملکونو د پناه اخیستلو دپاره د دروغو دعوې کوي.

د افغان عېني شاهدینو ترمخه په ۲۰۲۲ کې په انلاین زیاتره یا ۶۰ فیصد بدو ردو کې جنسي الزامات شامل وو چې په کې ښځو د پېسو په بدل د جنسي فعل کولو الزامات لګول شوي وو.

د افغان وېټنس د تحقیق کوونکو د ډلې مشرې فرانسېسکا جېنټایل وویل طالبانو د واکمنېدو راهسې سوشل میډیا په سیاسي او سماجي موضوعاتو د رای د اظهار د مېدان په ځای په خصوصي توګه د بدو ردو ځای جوړ شوی دی.

طالبانو د ښځو په کار روزګار او د شپږم ټولګي نه پورته د جینکو په تعلیم پابندي لګولې ده.

جېنټایل وویل ښځو او د ښځو د حقونو سره د طالبانو دښمني په انټرنېټ ښځې زوروونکو ته دا پېغام ورکوي چې په هغو ښځو حملې جایزې دي چې د خپلو حقونو دپاره ودرېږي.

یوې ښځینه خبریالې د نوم نه څرګندولو په شرط افغان وېټنس ته وویل چې هغې په سوشل ميډیا خپل اکاونټونه بند کړي دي.

د رپورټ ترمخه، ښځو د زورولو په شا زیاتره سړي دي چې د مختلفو قومونو او سیاسي تړونو سره تعلق لري.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00