شاته

 مطبوعات: پاکستان د ویغور مسلمانانو د ویستلو پرېکړه هم کړې

ځیني مطبوعاتي راپورونه وايي، پاکستان په هېواد کې مېشت د چين ویغور مسلمانانو د ویستلو پرېکړه هم کړې ده.

که څه هم د پاکستان خارجه دفتر دا خبرونه غلط بللي خو دا یې هم نه دي ویلي چې بې اسناده ویغور مسلمانان به له هېواده نه ویستل کېږي.

۴۰ کلن محمد حسن چې د چین د سینکیانګ صوبې اوسېدونکی، په خټه ترک، ویغور مسلمان دی او په پېنډۍ کې یو ریسټورانټ هم لري، د پاکستان حکومت پدې فيصله انديښمن دی چي له دغه هيواده به د دوي د ټولنې بې اسناده وګړي هم ويستل کيږي.

په پاکستان کې مېشت ويغور مسلمان محمد حسن وايي،

"دلته په پاکستان کښې مونږ آزاد یو، یو آزاد ژوند کوو، چین کښې اوسیدونکې مسلمانان غلامان دي نه ورته پر خپل مذهب باندې د عمل اجازه شته، نه خپل په خوښه دیني تعلیم ترلاسه کولی شي او کوم مسلمان چې د چین ناروا سلوک پرضد آواز پورته کوي نو حراستي مرکزونو کښې اچول کېږي."

غیر رسمي شمېرې ښيي چې پاکستان کښې نزدې زرو پورې ویغور کورنۍ ژوند کوي.

په دوی کې ځینې د ۱۹۵۸ نه آباد دي او زیاتره اوس پاکستانی شهریت هم لري.

دوی اکثره د پاکستان روالپنډې ښار، ګلګت او د افغانستان په خوست کې ژوند کوي.

د يادې ټولنې د مشرانو په وينا په پاکستان کې له اتیا فیصده اوسیدونکو ویغور مسلمانانو سره پاکستاني شهریت شته خو پاتې شل فیصده اسناد نه لري.

د عمر ويغور ټرست مشر عمر خان وايي،

"دلته اوسېدونکي شل فیصده له ویغرز آبادې سره نه د پاکستان شهریت شته نه د چین اؤ نه د افغانستان، دوي اوس پاکستان کښې نشي اوسيداې او که چین ته ځي نو هلته به ریاستي جبر ښکار کیږي ځکه موږ د نړيوالې ټولنې نه غوښته کوؤ چې داسې ویغرز چې د یو هیواد شهریت نه لري باید بل یو هیواد کښې دې آباد کړای شي که داسې نه کیږي نو دا کسان به چین ته لیګل کیږي اؤ هلته به ورسره ناروا چلند کيږي."

د پاکستان خارجه دفتر د وي او ای ډېوه پوښتنو ته په ځواب کې ویلي چې د هېواد نه د ویغور مسلمانانو د ویستلو د پرېکړې خبرونه پروپېګنډه ده.

خو پاکستان په تېرو وختونو کې نزدې درې ځله د ویغور مسلمانانو ځینې غړي چین ته په لاس ورکړي.

ویغور مسلمانان، امریکا او د اروپايي ټولنې یو شمېر هېوادونه په چین د ویغور مسلمانانو سره د بد چلند او هغوی په بیګار کېمپونو کې د ساتلو تورونه پورې کوي.

د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ د وايس اف امريکه سره تېره هفته په یوه مرکه کې ویلي چې په چین کې ویغور مسلمانان هېڅ مشکل نلري.

د پاکستان نګران وزير اعظم انوار الحق کاکړ وايي،

"دا مسلمانان چې سنکیانګ صوبه کښې ژوند کوي نو د چین په ليډر شپ کښې ډیر ښه وخت تیروي، ما خپله چرته هم نه دې کتلې چې چین لخوا په دې مسلمانانو څه ظلم شوې وي، د نړې هغه هیوادونه په سنکیانګ صوبه کښې د بشري حقونو سرغړونو خبره څنګه کولې شي چې په غزه کښې د فلسطینانو په وژنه غلې دي."

ښاغلی کاکړ وايي خپله سېنکیانګ صوبې ته تلی وو او خلکو ورته ویلي وو چې خوشاله دي.

د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان هم په هره عالمي غونډه کې د اسلامو فوبیا خبره کوله خو د ویغور مسلمانانو سره د چین په چلند یې له نیوکو ډډه کوله.

چین په ویغور مسلمانانو د چین نه د بېلتون کولو تور پورې کوي.

محمد حسن د چين دا خبره ردوي او وايي چې د دوي د ټولني جرم دومره دې چې دوي مسلمانان دي.

"مونږ ښه وخت کښې دلته راغلو خو اوس په چین کښې خپل خپلوانو سره د ټیلي فون د لارې هم خبرې نه شو کولې ځکه چې پآکستان نه ورته ټيلي‌فون کوو نو بیا یې د چین استخباراتي ادارې يي ځوروي. په چين کې زموږ خپل خپلوان وايي چې موږ سره رابطه مه کوې."

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00